د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

مټېس: طالبان به اړ کړو چې د سولې خبرو اترو ته کښیني


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جېمز مټېس وايي، امریکا او متحدان يې د افغانستان د جګړې د پایته رسولو هڅه کوي او طالبان به اړ کړي چې د سولې خبرو اترو ته کښیني.

ښاغلي مټېس دا څرګندونې پرون د قطر په مرکز دوحه کې خبریالانو ته وکړې.

نوموړي وویل، ده او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ چې د افغانستان په سفر کې ورسره ملګری و، د افغانستان له حکومت سره د خپلو همکاریو پر دوام ټنیګار کړی دی.

له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ګډ خبري کانفرانس کې مټېس د چهارشنبې په ورځ وویل طالبان، حقاني شبکه، داعش، القاعده او نورې تروریستي ډلې به د جګړې له لارې بری ترلاسه نه‎کړي.

په دې خبري غونډه کې افغان ولسمشر دا راپورونه رد کړل چې ګواکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترې غوښتي چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وتړي.

له افغانستانه د خپلې کتنې په ترڅ کې د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس او ینس سټولټنبرګ په کندهار کې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره غونډه وکړه.

بل لور ته ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونی په متحده ایالاتو کې د بلاک هاک هلیکوپټرونو لپاره د افغان پیلوټانو د لومړی ډلې روزنه پیل شي.

متحده ایالاتو ژمنه کړې ده چې د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره به تر راتلونکو ۷ کلونو پورې ۱۶۰بلاک هاک هلیکوپټرونه افغانستان ته ورکړي.

د افغانستان په څلور کلن امنیتي پلان کې د افغان هوايي ځواکو پیاوړي کول او د اوسنی تشکیل دوه چنده کول یوه مهمه برخه ده.

XS
SM
MD
LG