د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۸

نوي ډیلي د ځانګړو اقتصادي زونونو په اړه د کابل پر غوښتنو غور کوي


نوي ډیلي د کابل د هغې طرحې په اړه غور کوي چې د افغانستان د ملي تولیداتو او صنایعو لپاره په هند کې د ځانګړو اقتصادي زونونو د رامنځ ته کولو غوښتنه کوي.

د حکومت د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي وايي، د هند صدراعظم نریندرا مودي د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې، په هند کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو د وړاندې کولو لپاره د ځانګړو اقتصادي زونونو د طرحې په اړه د دې هېواد اړوندو ادارو ته د غور امر ورکړ.

ښاغلی رحیمي وايي، افغان سوداګرو ته د ځانګړو امتیازونو منل به دا امکان برابر کړي چې د هېواد کورني تولیدات او صنایع په کم لګښت هند او نورو هېوادونو ته صادر شي.

د حکومت د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي
د حکومت د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي

ښاغلي رحیمي چې له اجرائیه رئیس سره د نوي ډیلي په سفر کې ملګری دی په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"اجرائیه رئیس د هند له صدراعظم سره په خبرو کې د آزادو اقتصادي زونونو مسئله یاده کړه او له هغه یې وغوښتل چې د هغو افغان سوداګر لپاره چې د افغانستان کورني تولیدات د هند له لارې او په هند کې د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي ځانګړي امتیازونه ومني، څو د افغانستان کورنیو تولیداتو او صنایعو ته د نوېو بازارونو د موندلو په خاطر دا تولیدات په کم لګښت په هند کې او له هنده بهر خرڅلاو ته وړاندې شي."

د اجرائیه ریاست ویاند ښاغلی رحیمي وايي، ښاغلي مودي د هند اړوندو ادارو ته امر وکړ چې د دې مسئلې په اړه غور وکړي او د افغان سوداګرو ستونزې په جدي ډول حل کړي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي، صدراعظم مودي همدا راز ټینګار وکړ چې هند د چاه بهار بندر د ژر تر ژره فعالولو په برخه کې کار کوي.

د افغانستان اجرائیه رئیس پرون د یوه دوه ورځني سفر په مخه نوې ډیلي ته له رسېدو وروسته هغې غونډې ته وینا وکړه چې د افغانستان او هند ترمنځ د پانګونو او سوداګرۍ د پراختیا په مقصد جوړې شوې وه.

عبدالله عبدالله وروسته د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره په کتنه کې د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخېزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې دواړو خواوو یوه موافقه هم لاسلیک کړه چې له مخې به یې هند د افغانستان پولیسو ته روزنه ورکوي او د افغان سرتېرو د درملنې په برخه کې به همکاري کوي.

هند مخکې هم د افغان پوځیانو د درملنې په برخه کې مرسته کوله خو اوس به په زیات شمېر پوځیان مني.

د اجرائیه ریاست ویاند ښاغلی رحیمي وايي، دا ژمنه د افغانستان لپاره خورا مهمه ده او هند د افغانستان دا غوښتنه په خورا ورین تندي ومنله.

XS
SM
MD
LG