د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

عبدالله: د امریکا ستراتیژي د هند او افغانستان د همکاریو یو فرصت رامنځته کړ


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، په نوي ډیلي کې به د هندوستان د ولسمشر ترڅنګ د دې هېواد له صدراعظم او بهرنیو چارو له وزیرې سره د دوه اړخېزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ په یو شمېر نورو مهمو سیاسي او امنیتي مسایلو خبرې وکړي.

ښاغلی عبدالله عبدالله چې نن يې د هندوستان په مرکز نوي ډیلي کې د افغاني تولیداتو په یوه نندارتون کې برخه اخېستې وه، په یوه خبري ناسته کې وویل، ترورېزم د سیمې لپاره ګډ خطر دی او باید په له‎منځه وړلو کې يې ټول هېوادونه برخه واخلي.

ښاغلي عبدالله وویل، د امریکا نوې ستراتیژي د هند او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو یو نوی فرصت رامنځ ته کړی دی.

نوموړي ګاونډي پاکستان ته په اشارې سره وویل، افغانستان له ټولو ګاونډیانو سره نیکې اړیکې غواړي باید دوی هم متقابل احترام ولري.

دی وايي:

"په اول قدم کې هر هېواد خپلې ملي ګټې تعریفوي او له ګاونډیو سره زموږ د اړیکو په اساس د خپلو ملي ګټو تعریف همدا دی چې موږ له ټولو ګاونډیانو سره د نیکو اړیکو غوښتونکي یو او همدا هیله له ټولو لرو، افغانستان هېڅ وخت بل ګاونډي ته خطر نه وو او نه‎دی، که کوم هېواد د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په برخه کې ځانته د ویټو کولو حق ورکړي نو افغان حکومت به هېڅکله اجازه ورنه‎کړي. "

ښاغلي عبدالله همدا راز د افغاني تولیداتو دا نندارتون مهم وباله او ويې ویل هیله لري چې هندي سوداګر به د افغاني توليداتو لپاره د مارکیټ په پيدا کېدو کې مرسته او همکاري وکړي.

همدا شان نوموړي ډاډ ورکړ او ويې ویل چې افغان حکومت ژمن دی چې بهرنیو پانګه اچوونکو ته په افغانستان کې د پانګې اچونې زمینه برابره کړي.

ټاکل شوې چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس نن د هندوستان د ولسمشر ترڅنګ د دې هېواد له صدراعظم، بهرنیو چارو وزیرې او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

له ښاغلي عبدالله سره په دې سفر کې د کابینې د یو شمېر وزیرانو په ګډون نېږدې ۲۰۰ افغان سوداګر ملتیا کوي.

عبدالله عبدالله په دې خبري کنفرانس کې دا هم وویل چې د هندي چارواکو سره به د دوه اړخېزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ په سیاسي او امنیتي مسئلو هم خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا د هېوادونو لپاره په خپله نوې ستراتيژۍ کې په افغانستان کې د هند په زیاتې مرستې ټینګار کړی دی.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG