د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۳

هند د افغان پولیسو روزنه او درملنه کوي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبد الله عبد الله د پنجشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د هند له صدراعظم نریندرا مودي او د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره وکتل.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي ازادي راډیو ته وویل د عبد الله او مودي ترمنځ په کتنه کې پر مختلفو مسئلو خبرې وشوې.

مجیب الرحمان رحیمي
مجیب الرحمان رحیمي

نوموړي زیاته کړه:

"په دې لیدنه کې دواړو هېوادونو پورې اړوند د مختلفو قضیو په اړه خبرې وشوې، له سیاسي نیولې تر اقتصادي قضیو او د پوځي همکاریو په اړه هم بحث وشو، د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر د ستراتیژۍ تر اعلان وروسته د سیمې د امنیتي او سیاسي حالاتو په اړه هم خبرې وشوې."

د هند د بهرنیو چارو وزیرې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراخوالي ټینګار وکړ.

اجرائیه ریاست وايي، سوشما سواراج له ترورېزم سره د مبارزې او د سولې او امنیت د ټینګښت په برخو کې له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو ژمنه تازه کړه.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي وویل له نوي ډیلي څخه په روانه کتنه کې دواړو خواو یوه تفاهمنامه هم لاسلیک کړه.

د دې تفاهمنامې له مخې هند به د افغانستان پولیسو ته روزنه ورکوي او په پوځي برخو او د افغان سرتېرو د درملنې په مسئله کې به همکاري کوي.

دغه تفاهمنامه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین حکمت خلیل کرزي او د هند د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین ترمنځ لاسلیک شوه.

اجرائیه رئیس عبد الله عبد الله خبریالانو ته وویل د افغانستان او هند ترمنځ امنیتي همکاري د ګډو ګواښونو پر ضد د مقابلې په هدف ده او کابل له نوي ډیلي سره د تماس په برخه کې هېڅ ډول محدودیتونه نه لري.

د پاکستان د اندېښنو په اړه عبد الله عبد الله وویل له یوه هېواد سره د دوستانه اړیکو لرل له نورو هېوادونو سره د روابطو د پرې کولو په معنا نه ده.

ښاغلي عبدالله وویل افغانستان به هیڅ کله د سیمې کوم هېواد ته ګواښ ونه ګرځي خو د هغه په خبره د افغانستان خلک به اجازه ورنه کړي چې کوم هېواد له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په برخه کې ځانته د ویټو حق ورکړي.

XS
SM
MD
LG