د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

د ارزګان والي: ډېر ژربه کلینیکونه د خلکو پرمخ خلاص شي


د ارزګان والي وايي، د هغه روغتیايي مرکزونو له مسؤلینو سره به قانوني چلند وکړي چې روغتیايي مرکزونه یې د وسله والو طالبانو په امر د خلکو پرمخ تړلي دي.

محمد نذیرخروټي دغه خبرې نن پنجشنبه په ارزګان ولایت کې د یوې غونډې پرمهال وکړې.

نوموړي دغه راز وویل چې د تړل شوو رغتیايي مرکزنو د خلاصولو هڅې ګړندي کړي او ډېر ژربه یې د خلکو پرمخ خلاص کړي.

محمد نذیر خروټی
محمد نذیر خروټی

ښاغلي خروټي وویل:

"تاسو خبر یاست چې موږ مرکز ته مکتوبونه استولي چې هغه روغتیايي مسؤلین په عدلي او قضايي ارګانو ته معرفي کړي کوم چې د وسله والو طالبانو په امرسره يې روغتیايي مرکزونه د خلکو پرمخ تړلي وي."

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي دغه اقدام پر داسې مهال کوي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو له ګواښ څخه وروسته په مرکز او ولسوالیو کې ټول روغتیايي مرکزونه د خلکو پرمخ وتړل شول.

خو یوازې د ترینکوټ مرکزي روغتون تر څو ورځو تړل کېدو وورسته د خلکو پر مخ پرانیستل شو.

بلخوا بیا د ارزګان ولایت د عامې روغتیايي ریاست مسؤلین وايي هغه روغتیايي مرکزونه لاهم د خلکو پرمخ تړلي دي کوم چې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندي دي.

په دغه ولایت کې د عامې روغتیا رئیس خان اغا میاخېل ازادي راډيو ته وویل چې د دغه روغتیايي مرکزونو تړل کېدو خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

ښاغلي میاخېل وویل:

"زموږ زیات شمېر روغتیايي مرکزونه لاهم د خلکو پرمخ تړلي دي خو ولې موږ خلکو ته ډاډ ورکو چې دغه روغتیايي مرکزونه به ډېر ژر خلاص کړو."

ها خو بیا د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسوالیو خلکو بیا هم پر دولت او وسله والو طالبانو غږ کوي چې روغتیايي مرکزونه دي ورته خلاص کړي.

د دغه کسانو له ډلې یو هم محمد زمان چې د چورې ولسوالۍ څخه يې ولایتي روغتون ته ناروغان راوړي ازادي راډيو ته داسې وویل:

"زما دغه کوچنی زوی تېره شپه ناروغ شو، کله چې مې زموږ په سیمه کې روغتون ته وروستۍ روغتون تړلی وو وروسته مې د شپې موټر په ۶زره کالداري کرایه کړي او دلته مي راوستي."

ارزګان ولایت یو د افغانستان د هغه ناامنه ولایتونو له جلمې څخه دی چې د مسؤلینو په خبره شااوخوا۹۰سلنه خاورې د وسله والو طالبانو ترولکې لانده ده.

راپور:شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG