د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

میاخېل: د تړل شوېو روغتونونو په اړه د طالبانو غوښتنې له وسه پورته دي


د ارزګان د عامې روغتیا ریاست وایي، هغه غوښتنې چې وسله والو طالبانو په دې ولایت کې د روغتیایي کلینکونو د بېرته پرانېستلو لپاره مطرح کړې د دوی له وسه پورته دي او دا مسئله یې د روغتیا وزارت او ان دا چې د ملي امنیت له شورا سره مطرح کړې ده.

طالبانو له څو ورځې راهیسې په ارزګان کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې چې ساحه یې د مرکز ترینکوټ ترڅو سوه مترۍ پورې رسېږي، د ټولو روغتیایي کلینکونو فعالیت بند کړی چې له امله یې د سیمې خلک د روغتیا له پلوه له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د راپورونو له مخې په دې ولایت کې د ټولو شاخوا ۶۰ کلینیکونو یوازې اته یې په مرکز ترینکوټ کې پرانیستې دي.

په دې اړه نوریاس نوري د ارزګان د روغتیا له رئیس ډاکټرخان اقا میاخیل سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې د تړل شوېو روغتیایي کلینیکونه د بېرته پرانېستلو لپاره یې څه هلې ځلې کړي دي؟

ښاغلي میاخیل په ځواب کې وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:22 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG