د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

ارزګان کې د روغتیايي مرکزونو د تړلو په اړه د نړېوالو ورځپاڼو تبصرې


نيويارک ټايمز (New York Times):

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې نيويارک ټايمز په ارزګان ولايت کې د وسله والو طالبانو د ګواښونو له کبله د صحي مرکزونو پر تړل کېدو ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې يې د حاجي اسلم کيسه رااخيستې چې په نسناستي اخته اته کلن زوى ورسره دى او نه پوهېږي څه چاره يې وکړي.

ورځپاڼه ليکي:

په ارزګان کې چې پر زياتو برخو يې لا هم وسله وال طالبان کنټرول لري، تقريباً ټول کلنيکونه تړل شوي دي.

په ارزګان کې دولتي چارواکو ويلي په وروستيو اوونيو کې د وسلوالو طالبانو ګواښ دولت مجبوره کړ، په دې ولايت کې ټول کلنيکونه وتړي.

په ځينو راپورونو کې ويل شوي د ٤٩ فعالو کلنيکونو له ډلې ٤٦ يې تړل شوي، په نورو کې دا شمېر زيات ښوول شوى دى.

د شنبې په ورځ يوازېنى فعال روغتون هم د خلکو پر مخ وتړل شو، خو د هغې ورځې ناوخته يې يوازې عاجله څانګه بېرته پرانيستل شوه.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي، په داسې حال کې د افغانستان جګړه په پراخېدو ده، د ٣٤ ولايتونو له جملې په ٢٠ ولايتونو کې روغتيايي کارکوونکي وايي د جګړې د شدت له کبله د دوى د فعاليت ساحه په تنګېدو ده.

دوى ويلي چې پر دوى د حملو له کبله ګڼ کلنيکونه او مرستندويې ډلې مجبوره شوي، خپل فعاليت محدود کړي.

ورځپاڼه ليکي، په ارزګان غوندې ولايت کې چې د حکومت واکمني يوازې پر مرکز ترينکوټ محدوده شوې، ځايي اوسېدونکي په دوه لاري کې راګير پاتې دي، يوې خوا ته هغه حکومت دى چې د خلکو په ساتنه او هغوى ته د خدماتو په رسونه کې پاتې راغلى، بل هغه سخت دريځي وسلوال دي چې د خلکو لومړنۍ اړتياوې هم نه شي پوره کولاى.

ډېلي مېل (Daily Mail):

بريتانوۍ ورځپاڼې ډېلي مېل په خپله پرونۍ ګڼه کې پر هغه ځان وژونکي بريد ليکنه خپره کړې په کابل کې يې څو تنه ملکيان ټپيان کړل او وسله والو طالبانو يې مسؤليت منلى دى.

د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت وياند بېل سالوين ويلي چې په دې حمله کې د دوى يو پوځي کاروان په نښه شوى، خو دى وايي په حملې سره د دوى د ځواکونو فعاليت نه دى اغېزمن شوى.

دا مهال په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر ١٢ زرو ته رسېږي او تمه ده چې شا و خوا ٣٠٠٠ نور پوځيان هم دغه هېواد ته ولېږل شي.

دغه امريکايي پوځيان د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا د نوې ستراتيژۍ له مخې افغانستان ته لېږل کېږي. دغه ستراتيژي تېره ميلادي مياشت اعلان شوه.

ډېلي مېل ليکي، په افغانستان کې د متحدانو ماموريت د وسلوالو طالبانو او داعش ډلې په وړاندې په مبارزه کې د افغان ځواکونو پر روزنه، سلا مشوره او څارنه متمرکز دى.

XS
SM
MD
LG