د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

د کردانو د ټولپوښتنې په اړه د ترکیې، عراق او ایران عکس العملونه


د عراق په شمال کې د خپلواکۍ لپاره د کردانو د ترسره کړې ټولپوښتنې په وړاندې د سیمې مهمو لوبغاړو ترکیې، ایران او د بغداد حکومت سخت عکس العلمونه څرګند کړي دي.

د ترکیې ولسمشر خبرداری ورکړی چې له کردستان سره پوله به وتړي او پرکردانو به داسې حالت راولي چې له لوږې ومري.

د ترکیې ولسمشر د عراق د کردستان د خودمختاره سیمه ییزې ادارې مشر د دغې ټولپوښتنې یا ریفرانډم د ترسره کولو لپاره په خیانت تورن کړ.

رجب طیب اردوغان چې نن یې په انقره کې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې څرګندونې کولې، د عراق کردانو ته خبرداری ورکړ چې کله ترکیه خپلې په خوراکۍ موادو بارلارۍ بندې کړي چې له پولې تېرې شي، کردان به له قحطۍ سره مخامخ شي او زیاته یې کړه چې د اقتصادي او پوځي اقداماتو په ګډون ټول انتخابونه د ده د مېز پر سر دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان.

نوموړي زیاته کړه:

"دوستانه ووایم چې تر وروستۍ شېبې موږ داسې اټکل نه کاوه چې بارزاني به داسې تیروتنه وکړي، خو زموږ اټکل داسې ښکارې چې سم نه و، دا د ټولپوښتنې پریکړه چې اوس له مشورې پرته په داسې وخت کې وشوه چې زموږ اړیکي تر بل هر وخت تودې وې، خیانت دی."

د دغې ټولپوښتنې لومړنۍ نتیجې ښیي چې د مستحقو رایې ورکونکو په سلو کې ۷۲ یې په دغه ریفرانډم کې ګډون کړی او غوڅ اکثریت له نوي فیصده زیاتو ورته مثبته رایه ورکړې ده.

شااوخوا دېرش میلیونه کردان د عراق په شمال، ترکیه، سوریه او ایران کې اوسي چې دغې ټولپوښتنې له دغو سیمه ییزو حکومتونو سره داسې اندېښنې راپورته کړي چې د عراق د شمال جلاوالی به د دوی تر کرد مېشتو وګړو پورې هم وغځېږي.

د بغداد حکومت هم له دغې ټولپوښتنې وروسته د عراق په شمال کې د هغو سیمو چې د کردانو په لاس کې دي د احتمالي جلا کېدو پر سر د خبرو کولو مسئله رد کړې ده.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي پرون ناوخته په یوه وینا کې وویل چې موږ نه خبرو کولو ته چمتو یو او نه هم غواړو چې د دغې ټولپوښتنې د نتیجې په اړه د کردستان له مشرانو سره خبرې وکړو ځکه دغه ټولپوښتنه د عراق د اساسي قانون خلاف وه.

حیدرالعبادي
حیدرالعبادي

د عراق د فاع وزرات د ټولپوښتنې له پای ته رسېدو څو ساعته وروسته له ترکیې سره د ګډو پوځي تمرینونو د پیلېدو اعلان وکړ.

په تهران کې د ایران پارلمان اعلان وکړ چې سبا چهارشنبې به د تړلو دروازو ترشاه د دغې ټولپوښتنې په اړه غونډه وکړي.

په عین حال کې د ایران په شمال لوېدځ کرد مېشتو څو ښارونو کې په زرګونو کسانو د کردستان د ټولپوښتنې په ملاتړ لاریونونه وکړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر نورت په یوه بیان کې وویل چې واشنګټن په دغې ترسره شوې ټولپوښتنې ډېر ناهیلی شوی دی خو د عراق د کردستان د سیمې له وګړو سره به د متحدو ایالتونو تاریخي شراکت بدل نشي.

هغې زیاته کړه چې دوی داسې ګومان کوي چې له دغې ټولپوښتنې سره به بې ثباتي زیاته شي او د کردستان د سیمې او د وګړو لپاره به یې شرایط سخت کړي.

په نیویارک کې د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترس هم د دغې ټولپوښتنې د احتمالي ورانونکي ځواک په اړه اندېښنه ښکاره کړه.

ګوترس یوځل بیا د عراق له ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او یووالي څخه ملاتړ څرګند کړاو د بغداد او کرد مشرانو ترمنځ یې د خپلو اختلافاتو د هواري لپاره د اغېزمنو خبرو اترو او رغونکي جوړ جاړي غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG