د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۸

خبرونه

د عراق د کردمېشتې سيمې اوسېدونکو نن د خپلواکۍ ټولپوښتنې ته رايه ورکړه

د عراقي کردانو په کورواکې سيمه کې د خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنې ته خلکو رايه ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې بغداد خبردارى ورکړى و، د عراق د اتحاد د ساتلو لپاره به مبارزه کوي او پر دې سيمې به د تېلو عوايد بندوي.

د عراق د کردستان کورواکې سيمې مشر مسعود بارزاني ويلي، نننۍ ټولپوښتنه چې اجرائيه بڼه نه لري، په سيمه کې د خپلواکۍ په اړه د اوږدې پروسې پر لوري لومړى ګام دى.

دغه ټولپوښتنه د عراق تر څنګ د ترکيې او ايران له مخالفتونو سره هم مخامخ شوې ده.

د ترکيې صدراعظم بن علي يلدرم نن په دې تړاو په يوه ويډيويي مرکه کې وويل:

”دغه ټولپوښتنه د کردستان د کورواکې سيمې له تثبيت شويو سرحدونو بهر چې د عراق په اساسي قانون کې تعريف شوي، په کرکوک او موصل غوندې ښارونو کې وشوه. دې سرټمبګۍ يوې فعالې شخړې ته زمينه برابره کړه، چې ملکيان به يې بيه پرې کوي“

د عراق په کردمېشتې سيمه کې تر پنځه مليونه او درې لکه ډېرو کسانو په دې ټولپوښتنه کې د رايې اچونې لپاره نومونه ليکلي او لومړنۍ نتيجې به په ٢٤ ساعتونو کې دننه اعلان شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ  د لوبلړۍ په وروستۍ مسابقه کې سره مخ کیږي

(له ښی خوا )لوبډلمشران شوبمن ګیل او حشمت الله شهیدي
(له ښی خوا )لوبډلمشران شوبمن ګیل او حشمت الله شهیدي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ د درو یو ورځنیو سیالیو په وروستۍ یا درېیمه مسابقه کې مخامخ شي.

د دې لوبلړۍ، چې د هند په کوربه توب پیل شوې، لومړۍ دوې هند ګټلې دي.

د آی سي سي یا د کرکټ د نړیوالې شورا د نورو غړیو لوبډلو پرتله د افغانستان لوبډله له لویو ټیمونو سره د مسابقو لږ چانس مومي خو له دې سره سره د افغانستان ملي ټیم به په اګست میاشت کې له آیرلنډ سره ۵ یو ورځنۍ سیالۍ وکړي.

جي ډي ونس : نه پوهیږم چې هوکړه به د ایران چلند بدل کړي کنه

مرستیال ولسمشر جې ډي ونس سپینه مانۍ کې د پنجشنبې ورځې د خبري غونډې په مهال
مرستیال ولسمشر جې ډي ونس سپینه مانۍ کې د پنجشنبې ورځې د خبري غونډې په مهال

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس د پنجشنبه په ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې ایران امریکا سره د تفاهم لیک پوځي تعهداتو ته تراوسه ژمن پاته شوی او تیره شپه څه دپاسه ۱۲ ملیون بیرله تیل له هرمز تنګي تیر شوي دي.

جي ډي ونس یوه ورځ وروسته لدې چې ددواړو هیوادونو ترمینځ هوکړه د ولسمشرانو لخوا رسما لاسلیک شوه وویل چې ایرانیانو د دوهمې پرله پسې شپې لپاره دهیڅ کومې بیړۍ په لور ډزې نه دي کړی. او تراوسه هغوی په خپلو ژمنو ولاړ دي.

د متحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر زیاته کړه چې واشنګټن هم د محاصرې په لیرې کولو کې په خپلو ژمنو ولاړ دی.

هغه وویل چې په سیمه کې دامریکا پوځ ( سنتکام) څه دپاسه ۱۲ بیړیو ته اجازه ورکړې چې له محاصرې تیرې شي.

ونس وویل چې د وخت په تیریدو سره به لاڅرګنده شي چې تهران خپلو ټولو تعهداتو ته ژمن پاته کیږي کنه.

د افغانستان بانک هېواد ته دسیمې د هیوادونو د اسعارو راوړل منع اعلان کړل

ارشیف
ارشیف

د افغانستان بانک هېواد ته دسیمې د هیوادونو د پیسو راوړل منع اعلان کړل.

د افغانستان بانک ویلي چې د دې اقدام موخه د افغانۍ د ارزښت ساتنه ده، او له صرافانو، سوداګرو، ترانسپورتي شرکتونو او مسافرو یې غوښتي چې د بهرنیو اسعارو له لېږد څخه ډډه وکړي.

د افغانستان بانک ټینګار کوي چې افغانۍ د سیمې د ډېرو هېوادونو د اسعارو په پرتله غوره ثبات لري، او د ملي اسعارو د مقام ساتنه د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ضروري ګڼي.

د یادونې وړه چې په وروستیو کلونو کې له پاکستان او ایران څخه په ملیونو افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي او ځینو یې ددغو هیوادونو پیسې له ځان سره راوړي دي.

امیرخان متقي د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې سره خبرې کړي

امیرخان متقی ، ارشیف
امیرخان متقی ، ارشیف

افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي چې بهرنیو چارو وزیر د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې سره ټیلیفوني خبري کړي دي.

اعلامیه وايي دامیرخان متقي او په سیاسي او د سولې دټینګښت چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې، روزمیري ډیکارلو ترمینځ خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د لا اغېزمنتیا په اړه بحث وشو.

اعلامیه زیاتوي چې میرمن ډیکارلو د طالبانو د حکومت له لورې د بشري فعالیتونو لپاره د برابرو شویو اسانتیاوو او همکاري قدرداني کړې او د یوناما په تړاو د وروستیو پرمختګونو په اړه یې معلومات شریک کړل.

د یادونې وړ ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا خپله وروستۍ غونډه کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ، یوناما ، دیوه کال په مخه تمدید کړ او له طالبانو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په ښځینه افغان کارکوونکو محدودیتونه لیرې کړي ترڅو وکولای شي خپلو دفاترو ته تګ راتګ وکړي.

د بشري حقونو یوه ډله په ایران کې د یوه بل افغان د اعدامیدو خبرورکوي

د ایران د بشري حقونو یوه ډله په ایران کې د یوه بل افغان د اعدامیدو خبرورکوي.

د حال وش په نوم د ایران د بشري حقونو څارونکې ډلې د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۸ پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي، دغه افغان چې د مخدره موادو اړوند جرم پخاطر څلورکاله مخکې نیول شوی او د انقلابي محکمې له خوا په اعدام محکوم شوی و، د زاهدان په زندان کې اعدام شو. د خبرپاڼې له مخې د اعدام شوي افغان نوم عبدالله جلالي ښودل شوی او ویل شوي چې هغه د افغانستان د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ اوسیدونکی وو. د دې بنسټ په خبره په دې وروستیو کې د افغانستان یوشمیرزیات اتباع د ایرانیانو منجمله بلوڅانو ترڅنګ د ایران په زندانونو کې اعدام شوې دي. پردغو اعدامونو د بشري حقونو ډلو تل انتقادونه کړي دي.

اوکراین په مسکو کې په برید کې د تیلو یوه تصفیه خونه په نښه کړې

اوکراین په مسکو کې په برید کې د تیلو یوه تصفیه خونه په نښه کړې.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۸ تایید کړه چې پردې تصفیه خونې چې د مسکو د سیمې د سونګ توکو برابرولو تر ټولو لویه تصفیه خونه بلل کیږي، برید شوی دی. هغه دغه پېښه د روسیې پر پلازمېنې د بې ‌پيلوټه الوتکو یو پراخ برید وباله او ادعا یې وکړه چې ۱۸۰ بې ‌پيلوټه الوتکې مسکو ته د نژدې کیدو پرمهال ویشتل شوې دي. خو د نوموړي په خبره یوشمیر بې ‌پيلوټه الوتکې په جنوب ختیځ کې کاپوتنیا سیمه کې، تر تصفیې خونې پورې رسېدلې دي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي تایید کړې چې اوکرایني ځواکونو روانه اونۍ د دوهم ځل لپاره د مسکو د تیلو تصفیه ‌خونه په نښه کړې ده. هغه پرخپله ایکسپاڼه ولیکل:" دا زموږ پر ښارونو او ټولنو د روسیې د بریدونو بشپړعادلانه ځواب دی، او د هغو تاسیساتو پر ضد زموږ د جنګیالیو د کار بله مهم لاسته راوړنه ده چې د روسیې د جګړې ماشین ملاتړکوي."

د طالبانو حکومت: روانه اونۍ ۴۸۵ نور افغانان د پاکستان له زندانونو آزاد شول

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو د په سلګونو نورو افغان بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکوي. دې وزارت د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۸ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په روانه اونۍ کې د پاکستان له زندانونو ۴۸۵ تنه افغان کډوال له ازادیدو وروسته د تورخم او سپین بولدک د دروازو له لارې هیواد ته راستانه شول. ویل شوي چې ۴۷۵ د تورخم او ۲۸ نور د سپین بولدک له لارې راستانه شول او د لازمو مرستو له ترلاسه کیدو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولیږدول شول. د پاکستان له زندانونو د افغان کډوالود خوشي کیدو له بهیرسره هممهاله په هغه هیواد کې د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو بهیرهم دوام لري.

ټرمپ وایي، ښایي وکولای شي له افغانستانه امریکایي وسلې او تجهیزات وباسي

د امریکا ولسمشرډونالډټرمپ یوځل بیا ټینګاروکړ چې له افغانستان څخه به پاتې ټول امریکایي پوځي وسایل او وسلې وباسي.

د فاکس نیوز د راپورله مخې ولسمشرټرمپ دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په فرانسه کې د جي اوه سرمشریزې ترڅنګ په یوه خبري کنفرانس کې وکړې چې ترډیره له ایران سره د هوکړې او د هغه هیواد د اټومي پروګرام په اړه پرپوښتنو او ځوابونو متمرکزو. ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، ښايي دی وکولای شي هغه تجهیزات بېرته ترلاسه کړي چې د امریکا پوځ په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د جو بایډن (پخواني ولسمشر) د وتلو پر مهال پرېښي وو.

هغه یوځل بیا د بایډن د بهرنۍ پالیسۍ پر کړنو نیوکې وکړې او د پخواني ډیموکرات ولسمشر پریکړې ته په اشاره یې وویل هغه پریکړه وکړه چې له افغانستانه ووځي او لسګونه پوځي الوتکې، زرګونه ځمکني وسایط او له ۳۰۰,۰۰۰ څخه زیاتې وسلې پرېږدي.

د امریکا دفاع وزارت د ۲۰۲۲ کال په جون کې، اټکل وکړ چې د ۷،۱۲ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته لویدلي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ په داسې حال کې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیرلا بشپړشوی نه وو، کابل ونیو.

نن پنجشنبې د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې بیا را ولویدې

د ایران او امریکا د ولسمشرانو له خوا د هوکړې له لاسلیک وروسته د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې راولویدې.

د شمالي سمندرد برینټ اومه تیلوبیه ۱،۴ سلنه راولویده او د یوه بیرل بیه یې ۷۸ ډالراو ۴۲ سنټو ته ورسیده او او د ویسټ ټکزاس د انټرمیډییټ اومه تېلو بیه ۱،۷ سلنه راولویده او د یوه بیرل بیه یې ۷۵ ډالر او ۴۷ سنټو ته ورسیده. د تیلو بیې په منځني ختیځ کې د جګړې له پیلیدو سمدستي وروسته ۱۱۰ ډالرو ته ختلې وې. د هرمز له تنګي څخه چې د شوې هوکړې له مخې د سوداګریزو کشتیو پرمخ په بشپړ ډول پرانیستل کیږي، د کشتیو تګ راتګ ورو د پیلیدو په حال کې ده. د راپورونو له مخې د ایران پرتیلو بار درې کشتۍ له دغه بندرڅخه د خپل هدف پرلورخوځیدلي.

دا تنګی چې ترډیره حده ایران تړلی و، د نړۍ د انرژۍ له تر ټولو مهمو لارو څخه شمېرل کېږي چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه اومه تیل د همدې لارې له لارې لېږدول کېږي.

د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه د دواړو هیوادونو ولسمشرانو لاسلیک کړه

د امریکا او ایران ولسمشرانو هغه هوکړه لاسلیک کړه چې په منځني ختیځ کې جګړه پای ته رسوي او سمدستي عملي کیږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۷ په فرانسه کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو (G7) له سرمشریزې وروسته د ورسايۍ په ماڼۍ کې د شمعو په رڼا کې د ماښامنۍ پر مهال دغه تفاهم ‌لیک لاسلیک کړ. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې هغه ویډیو چې د سپینې ماڼۍ او د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون له خوا په ایکسپاڼو کې شریکه شوې، ښيي چې ټرمپ دغه سند لاسلیکوي. نوموړي د لاسلیک کولو په مهال وویل: "دا اسانه نه وه." په داسې حال کې چې د کوربه هېواد د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او نورو مېلمنو چکچکې کولې.

مکرون پرخپله ایکسپاڼه ولیکل: "دا هوکړه د تلپاتې سولې لپاره لاره هواروي او له مخې یې د هرمز تنګي بیرته پرانیستل کیږي."

د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا هم هغه انځورونه خپاره کړل چې پکې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د هوکړې د لاسلیکولو پر مهال ښکاري. په انځورونو کې د ایران ولسمشر د هوکړې پاڼې د کامرو پر لور نیولې چې د هغه او د امریکا د ولسمشر دواړه لاسلیکونه پکې ښکاري.

ټاکل شوې وه چې دغه هوکړه چې ۱۴ مادې لري، د جمعې په ورځ په سویس کې لاسلیک شي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند

اسماعیل بقایي وویل چې که څه هم د دغې هوکړې لپاره نور رسمي مراسمو ته اړتیا نشته خو له مخکیني پلان سره سم به د دواړو هیوادونو پلاوي هلته په سویس کې وي او د خبرو اترو دوهم پړاو به پیل کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG