د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

د عراق د کردستان په اړه د ټولپوښتنې د رأیو پایلې نن اعلانېږي


د عراق د کردستان د انتخاباتو او ټولپوښتنې عالي کمېسیون پرون د دوشنبې په ماښام د رأیو ورکولو د وخت له پای ته رسېدو وروسته وویل چې د کردستان د سیمې په سلو کې ۷۶ اعشاریه ۶ وګړو په ټولپوښتنه کې ګډون وکړ.

د دغه کمېسیون په وینا، د دیالیا ولایت د خاناقین په لانجمن ښارګوټي کې ۹۶ فیصدو خلکو په ټولپوښتنه کې ګډون کړی دی.

په ټولپوښتنه کې د ګډون لپاره د پنځه ميلیونه او درې لکه تنو نومونه ثبت شوي وو.

د کردستان سیمه ییز ټلوېزیون په ټولپوښتنه کې د ګډون کوونکو فیصدي، ۷۸ وښودله.

د کردستان په اکثرو کرد مېشتو سیمو کې خلکو او کرد پېشمرګه ځواکونو مخکې تر مخکې جشنونه جوړ کړي دي.

د رأیې اچولو مرکزونو ته ورغلو کسانو د کردستان د خپلواکۍ لپاره احساسات څرګندول.

کامران احمد چې په ټولپوښتنه کې یې ګډون کړی، وايي:

"د هر کرد تبعه په شان چې د کردستان د خپلواکۍ لپاره رأیې اچولو ته راغلی، احساس لرم، دا زما په ژوند کې تر ټولو ستره ورځ ده."

یوه بل کرد د ځان د معرفي کولو په ترڅ کې وویل چې هیله لري، عراق به نور د دوی یو ښه دوست ګاونډی وي:

"زه د کردستان کرد یم، له نن څخه چې د ۲۰۱۷ میلادي د سپټمبر ۲۵ مه ده، زه دلشاد احمد به د کردستان بچی یم، زه عراقی، ایرانی او ترک نه یم."

ملګروملتو، د امریکا متحدو ایالتونو او نورو لوېدیځو هېوادونو خبرداری ورکړی چې له عراق څخه د کردستان د خپلواکۍ ټولپوښتنه به ښايي په ټوله سیمه کې د ترینګلتیا یوه نوې څپه رامنځته کړي.

د عراق مرکزي حکومت پټکه کړې چې د عراق د یووالي د ساتنې لپاره به مبارزه وکړي.

د ترکیې پوځ پرون دوشنبه ناوخته تایید کړه چې دغه هېواد او عراق به د عراقي کردستان د پولو په اوږدو کې، د ترکیې په خاوره کې ګډ پوځي تمرینونه وکړي.

د کردستان د سیمې مشر مسعود بارزاني
د کردستان د سیمې مشر مسعود بارزاني

خو د کردستان د سیمې مشر مسعود بارزاني ویلي چې دا ټولپوښتنه د دې سیمې د خپلواکۍ لپاره د خبرو اترو د اوږدې پروسې لور ته لومړی ګام دی.

د عراق کردستان له ۱۹۹۱ میلادي کال راهیسې کورواک دی او د اسلامي دولت د وسله والې سخت دریځې ډلې پر ضد په جګړه کې یې مهم رول لوبولی دی.

د کردستان د ټولپوښتنې په رأیپاڼو کې یوه پوښتنه په کردي، عربي، ترکي او اسوري ژبو لیکل شوې وه چې پکې ویل شوي وو،«ایا غواړئ چې د کردستان سیمه او کردستاني سیمې چې له کردستانه دباندې دي، خپلواک هېواد شي؟»

د ټولپوښتنې مسؤل کېسیون پرون وویل، ټاکل شوې ده چې نن سهار د ریفرنډم لومړنۍ پایلې اعلان شي.

XS
SM
MD
LG