د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۲۵

مهمند: شاید زما دوسیه پر عطامحمد نور د سیاسي فشار له کبله ورکه شي


د بلخ د ولایتي شورا غړی اصف مهمند ادعا کوي چې ښايي حکومت د ده له دوسيې سیاسي ګټه واخلي.

اصف مهمند چې د بلخ والي د ځان په وهلو ټکولو او بندي کولو تورنوي، د سې شنبې په ورځ یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د حقیقت موندنې پلاوي دوه اوونۍ مخکې په دې اړه خپل راپور ولسمشر ته استولی، خو د ده په خبره چې ولسمشر یې تراوسه دوسیه لوېې څانوالۍ ته نه ده لېږلې.

مهمند ادعا کوي چې ښايي حکومت د ده له دوسیې د بلخ پر والي د فشارد وسیلې په توګه کار واخلي او یا دا چې د نوموړي په پوښتلو کې ناتوانه دی.

د بلخ د ولایتي شورا غړی اصف مهمند
د بلخ د ولایتي شورا غړی اصف مهمند

ښاغلي مهمند زیاته کړه:

"ښايي سیاسي معامله وشي او ترکومه چې زه خبر یم، ښايي له دغې دوسېې څخه د بلخ پر والي د فشار د وسیلې په توګه کار واخېستل شي او خوندي شي، حتی حکومت دا توان نه درلود چې زما وسله او موټر د بلخ له ولایته واخلي. ولسمشره! ښه واوره چې یو حکومت دی او که دوه؟ که یو حکومت دی، نو حکومت ولې زما دوسیه عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع کړه او که دوه حکومته دي، بیا نو له تا ګیله نه لرو."

په دې اړه د ولسمشر د ویاندوی د دفترله سرپرست شاه حسین مرتضوي سره په اړیکه کې شو، خو ده په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

مخکې له دې د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته ویلي چې د بلخ د ولایتي شورا د غړي اصف مهمند دوسیې ته به عدلي او قضايي ارګانونه رسیده‎ګي وکړي.

اصف مهمند د روان لمریز کال د اسد د میاشتې په وروستیو کې مدعي شو چې د مزار شریف هوايي ډګر ته د ننوتلو پر مهال، د بلخ د والي عطامحمد نور په لارښوونه بندي او د والي کورته بوتلل شو.

د اصف مهمند په خبره، د بلخ د والي د کور په لاره کې وهل شوی او د والي د زوې له خوا یې د یوه غوږ څنډه هم په غاښونو پرې شوې ده.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد مخکې له دې ویلي چې اصف مهمند د څارنوالۍ په حکم د پولیسو له خوا نیول شوی، خو لويې څارنوالۍ په دې اړه د خپلې ادارې د حکم صادرول رد کړي دي.

ولسمشر په دې هکله یو پلاوی ګمارلی چې پېښه وڅېړي او راپور یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورکړي.

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال وايي، لویه څارنوالي باید د حقیقت موندنې د پلاوي راپور ته انتظار ونه باسي.

د دغې ټولنې مرستیال سبحان مصباح وايي، د څارنوالۍ له قانون سره سم باید په پوره بې طرفۍ او استقلالیت سره، دغې دوسیې ته رسیده‎ګي وشي.

ښاغلی مصباع وایي:

"د حقیقت موندنې د پلاوي نقش یو اداري نقش دی او ولسمشر ته یوازې یو راپور سپاري، خو لویه څارنوالي د اساسي قانون له مخې، په خپلو کارونو کې مستقله ده او باید د دې او دې ته د ورته نورو قضیو په اړه په مستقله توګه عمل وکړي."

سره له دې چې د لویې څارنوالۍ له ویاند جمشید رسولي سره مو اړیکه ټینګه شوه، خو ده هم ونه غوښتل چې په دې اړه څه ووايي.

اصف مهمند په خپلو تازه خبرو کې ویلي چې ده په رسمي توګه لوېې څارنوالۍ ته عریضه کړې ده.

د مهمند په خبره، که قضیې ته یې رسیده‎ګې ونه شي، د ولسمشرۍ د ماڼۍ مخې ته به خیمه و دروي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG