د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

اصف مهمند وایي، نه پوهېږي چې حکومت ولې د ده قضیه په جدي ډول نه څېړي


د بلخ د ولایتي شورا غړي اصف مهمند د خپلې قضیې په اړه، حکومت په بې غورۍ تورن کړ.

اصف مهمند وايي، نه پوهېږي چې حکومت ولې د ده قضیه په جدي ډول نه څېړي.

ښاغلي مهمند د سې شنبې په ورځ د جمهوري ریاست په ګډون، د افغانستان ملي شورا، د بشر د حقونو د څار بنسټ، اروپايي ټولنې، په افغانستان کې د یو ناما دفتر، لویې څارنوالۍ، نړیوالې جنايي محکمې او یو شمېر نورو ادارو ته د خپلې عریضې د سپارلو پرمهال، حکومت د ده د قضیې په اړه په بې غورې تورن کړ.

پېلاپېلو ارګانونو او ادارو ته د اصف مهمند عریضې
پېلاپېلو ارګانونو او ادارو ته د اصف مهمند عریضې

ښاغلي مهمند وویل:

"که دا د یوه بې چاره انسان قضیه وای، وختې به خلاصه شوې وای، درې واړه محکمې به يې هم شوې وای، خو زما قضیه نه محکمې ته تللې او نه مجرمین نیول شوي، زه یو وار بیا له ولسمشر او اجرائیه رئیس نه غوښتنه کوم چې زما قضیه سیاسي نه کړي او زر ترزه دې زما موضوع محکمې ته واستوي. "

نوموړي وویل، تر دې دمه د ده په قضیه کې تورن کسان نه یوازې دا چې تر عدلي تعقیب لاندې نه دي نیول شوي، بلکې ده ته هم په دې برخه کې د لويې څارنوالۍ اجرات مبهم یا نامعلوم دي.

ښاغلي مهمند وویل چې که افغان حکومت د ده قضیې ته جدي پام وانه ړوي ، په نړیوالو محکمو کې به د عدالت غوښتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د زمري د میاشتې په ۲۳ مه د بلخ د ولایتي شورا غړي اصف مهمند په الوتکه کې، له کابله د مزار شریف په لور سفر درلود چې د ده د څرګندونو له مخې، د بلخ په هوايي ډګر کې د والي عطا محمد نور د کسانو له‎خوا نیول شوی او شکنجه شوی دی.

که څه هم په لومړیو کې د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ویلي وو چې ښاغلی مهمند د لویې څارنوالۍ په حکم د پولیسو له لورې نیول شوی، خو لویې څارنوالۍ دا خبره رد کړه.

اصف مومند په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال دا ادعا هم کړې وه چې د بلخ د والي یوه زوی د ده د چپ غوږ یوه څنډه هم پرې کړې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دې قضیې د څېړنې په هدف یو پلاوی ټاکلی وو چې د پلاوي د یوه غړي په وینا، په دې اړه يې کړې څېړنې له ولسمشر سره شریکې کړې دي.

د دغې پېښې د حقیقت موندونکي پلاوي یوه غړي عبدالحبیب جبارخېل څو ورځې وړاندې ازادي راډیو ته وویل، لومړنۍ څېړنې ښيي چې اصف مهمند د بلخ د والي په امر نیول شوی دی.

په ورته وخت کې افغان حکومت ډاډ ورکوي چې د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا به د ښاغلي مهمند سره د شوي تاوتریخوالي قضیه وڅېړل شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال
د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال د سې شنبې په ورځ په دې اړه وویل:

"موږ ټول د قانون په وړاندې مسؤل یوو، د بلخ د ولایتي شورا د رئیس دوسیه د عدلیي او قضايي ارګانونو له خوا څېړل کېږي او دا یوه حقوقي مسئله ده، زه تاسې ته ډاډ درکوم چې پایله به يې له تاسې سره شریکه شي. "

بل خوا د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون اداري پلاوی بیا په دې برخه کې له حکومته د قانون د پلی کېدو غوښتنه کوي.

د دې کمېسیون منشي محمد نواب منګل ازادي راډيو ته وویل چې ولسي جرګې ته د اصف مهمند له خوا خپله عریضه سپارل شوې او دوی به هڅه وکړي چې په دې برخه کې حق حقدار ته ورسېږي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG