د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۱

حقیقت موندونکی کمېسیون: د نور او مهمند په اړه څېړنې مو ولسمشر ته سپارلي

د بلخ د والي عطا محمد نور او د دغه ولایت د ولایتي شورا د غړي اصف مهمند د قضیې حقیقت موندونکی کمېسیون وايي چې دوی خپلې څېړنې ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارلې دي.

یاد کمېسیون د پنجشنبې په ورځ دغه څرګندونې وروسته له هغې ازادي راډیو ته وکړې چې په کابل کې د بېلابېلو ولسي شوراګانو سلګونه تنه اصف مهمند ته د عدالت غوښتنې په خاطر په یوې اعتراضیه غونډه کې راټول شوي وو.

د دغه کمېسیون یوه غړي علامه په لنډ ډول وویل، د څېړنو د وروستۍ نتیجې په اړه څه نه‌شي ویلی، خو هغه څه چې دوی موندلي ولسمشرۍ ماڼۍ ته‌یې سپارلي دي.

دی وايي:

"حقیقت موندونکي پلاوي خپل راپور ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارلی او له دې وروسته مسؤلیت د دوی دی."

ښاغلي علامه په دې اړه زیات جزئیات ورنه‎کړل.

خو د دغې پېښې د حقیقت موندونکي پلاوي یوه غړي عبدالحبیب جبارخېل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې لومړنۍ څېړنې ښيي چې اصف مهمند د بلخ د والي په امر نیول شوی دی.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد هم تائید کړې وه چې اصف مهمند د بلخ د والي عطام محمد نور په امر نیول شوی و، خو ویلي یې چې له نیول کېدو وروسته د ښاغلي نور کور ته نه‌دی وړل شوی.

وموغوښتل په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو خو بریالي نه‌شو.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي شوراګانو سلګونه تنه نن پنجشنبه د کابل په عیدګاه جومات کې د بلخ د ولایتي شورا د وکیل اصف مهمند په ملاتړ راغونډ شوي وو او د هغه لپاره‌یې د عدالت غوښتنه کوله.

د غونډې ګډون‎والو ویل، که د اصف مهمند پر وړاندې عدالت پلی نه‌شي دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

د ولسي شوراګانو د ختیځ زون استازی اجمل عمر
د ولسي شوراګانو د ختیځ زون استازی اجمل عمر

د ولسي شوراګانو د ختیځ زون استازي اجمل عمر غونډې ته وویل:

"تر کومه چې نظام د اصف مهمند پوښتنه نه‎وي کړې نن‌یې بېلګه له دې وروسته به په ولایتونو کې هم ورته غونډې روانې وي او د ولایتونو عمومي سړکونه به بندېږي، نظام تر اوسه ولې د داسې قانون ماتوونکو او بدمعاشانو پر وړاندې غلی پاتې شوی دی، نظام ولې په داسې کارونو خپلې پښې په خپله وهي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د بلخ د ولایتي شورا وکیل اصف مهمند ادعا کړې چې تېره اوونۍ په بلخ کې د والي عطا محمد نور د کسانو له‎خوا نیول شوی او شکنجه شوی دی.

هغه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خپلو ملاتړو ته وویل چې که د دغو خپل سریو پوښتنه ونه‌شي تر نړیوالو محکمو به د عدالت غوښتنه وکړي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد په کابل کې د دغې غونډې په غبرګون ازادي راډيو ته وویل چې د بلخ د والي پر وړاندې دا کسان د سیاسي کړیو له‎خوا راټول شوي دي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد

دی وايي:

"د هغو ادعاوو په اړه چې دوی څرګندونې کړي، موږ بلخ ته د رالېږل شوي پلاوي نتیجو ته په تمه یو، دوی چې هر څه پرېکړه وکړه موږ به د مرکز څخه د رالېږل شوي پلاوي نتیجو ته درناوی وکړو."

ښاغلی فرهاد وايي، که اعتراض کوونکي د سیاسي مسایلو ورهاخوا نورې څه ادعاوې لري د بلخ والي حاضر دی چې په محکمو کې یې ځواب ووايي.

د یادونې ده چې تر دې دمخه هم یو شمېر کړیو او اشخاصو د یادې پېښې په تړاو د عادلانه څېړنو او د حکومت له‎خوا د جدي اقدام غوښتنه کړې وه.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG