د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

لاوروف: امريکا او شمالي کوريا د وړکتون د ماشومانو غوندې مشاجره پيل کړې


د روسيې د بهرنيو چارو وزير وايي، په دې باور دى چې د امريکا متحدو ايالتونو او شمالي کوريا ترمنځ د توهين امېزو څرګندونو او ګواښونو تبادله د منلو وړ نه دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير پرون په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ تر يوې غونډې وروسته يوه کنفرانس ته وويل، امريکا او شمالي کوريا د وړکتون د ماشومانو په څېر مشاجره پيل کړې چې هېڅوک يې مخه نه شي نيولاى.

سرګي لاوروف په دې مسئله کې د درېيم لوري د منځګړيتوب غوښتنه وکړه:

د روسیې د بهرنیو چارو سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو سرګي لاوروف

"که موږ د ګواښونو پر تبادله خبره کوو، په خپل ذات کې دا ډېره بده خبره ده، دا د منلو وړ کار نه دى، يو ګام شاته واخلئ، د شمالي کوريااټومي- پوځي لوبو ته ځير شئ، دا هم د منلو نه ده چې پر کوريا ټاپووزمه جګړه پيل شي، موږ بايد پوه شو چې د جوش پر ځاى هوش او دقت ته اړتيا لرو، که څوک غواړي منځګړيتوب وکړي، زه به يې هرکلى وکړم."

د روسيې د بهرنيو چارو وزير تر دغو څرګندونو مخکې د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ اون پرون د امريکا متحدو ايالتونو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د توندو څرګندونو په ځواب کې ټرمپ په رواني لحاظ ګډوډ وباله.

ډونالد ټرمپ ويلي وو، که شمالي کوريا پر امريکا يا يې متحدانو کومه حمله وکړي، امريکا به شمالي کوريا په بشپړ ډول له منځه يوسي.

خو د روسيې د بهرنيو چارو وزير ووويل، د دې کړکېچ د حل لپاره ځينو تماسونو ته اړتيا ده.

د شمالي کوريا رهبر په يوه غير معمول شخصي بيان کې چې د شمالي کوريا خبري اژانس خپور کړى ويلي، ولسمشر ټرمپ به د ده د سپکاوي له کبله درنه بيه پرې کړي.

ورپسې د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزير په نيويارک کې خبريالانو ته ويلي، هېواد يې ښايي دا وار د خپل هايډروجني بم ازموينه په پټه نه، بلکې پر ارام سمندر کې ترسره کړي.

د امريکا ولسمشر بيا د شمالي کوريا د دغو تازه خبرداريو په ځواب کې د هغې ورځې په پاى کې دېته ورته عکس العمل څرګند کړ.

ښاغلي ټرمپ پر ټويټر وليکل: "د شمالي کوريا کيم جونګ اون چې په ښکاره لېونى دى، د خپلو خلکو د لوږې او وژنې هېڅ پروا نه کوي، له داسې ازموينې سره به مخامخ شي، چې مخکې يې سارى نه و ليدلى."

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ ولسمشر ډونالد ټرمپ یو اجرائيوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به يې پر هغو کسانو او کمپنیو چې له پیونګ یانګ سره راکړه ورکړه لري، بندیزونه لګول کېږي.

XS
SM
MD
LG