د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

اشرف غني: له افغانستان سره مرستې د نړیوالې ټولنې مجبوري ده


اشرف غني له افغانستان سره د متحد ایالتونو مرستې او همکارۍ د نړیوالې ټولنې مجبوریت ګڼي.

ولسمشر غني په نیویارک کې د ملګرو ملتو د عمومي غونډې ترڅنګ د بهرنیو اړیکو د شورا په نوم غونډې ته د چهارشنبې په ورځ دا خبره هم وکړه چې په افغانستان کې د دوامدار ثبات لپاره د اسلام اباد همکاري شرط ده.

د افغان ولسمشر اشرف غني په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو شورا ته وویل چې د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان لپاره، په افغانستان کې نه دي، دوی خپل مجبوریت لري چې له موږ سره مرسته وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د ترورېزم ګواښ موږ سره یوځای کړي یوو چې پراخې اړیکي سره لرو او موږ د ډموکراسۍ او ازادۍ د دفاع په لومړۍ کرښه کې یوو."

د افغان ولسمشر زیاته کړه چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې دغه نیویارک ښار د ترورېستي بریدونو شاهد و او نن هم دغه تهدید نه دی لېرې شوی.

د افغانستان ولسمشر بیا د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالد ټرمپ ستراتیژي وستایله او ویې ویل چې د دې ستراتیژۍ هدف په افغانستان کې ثبات ته لار هواروي.

ولسمشر غني وویل چې دې ثبات ته د رسېدو لپاره له دوو خواوو سره تفاهم پکار دی.

ولسمشر غني وویل:

"لومړی ګام د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوو دولتونو په توګه پراخ مذاکرات پکار دي، دولت د دولت په مقابل کې اړیکي، نو کولای شو چې د تېرو ۴۰ کلونو پر ستونزو برلاسي شوو، د پاکستان او افغانستان ترمنځ له سولې پرته په افغانستان کې سیاسي حل ممکن نه ښکاري او دوهم زه طالبانو ته خپل لاس غځوم او دوی ته د سیاسي خبرو بلنه ورکوم."

د چهارشنبې په ورځ چې د افغانستان ولسمشر دا خبرې کولې، د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي وویل چې د طالبانو خوندي مرکزونه په پاکستان کې نه دي، بلکې دا ډله په افغانستان کې پر پراخو سيمو کنټرول لري او پاکستان نه غواړي چې د بل چا د جګړې قرباني شي.

د پاکستان صدراعظم وويل، اسلام اباد تيار دى چې له کابل سره د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې، د حملو د مخنيوي لپاره کار وکړي او د ترورېستانو په وړاندې به، خپله محلي مبارزه روانه وساتي.

خاقان عباسي ادعا وکړه چې د زرګونو ملکيانو او پوځيانو د ژوند په قېمت قبايلي سيمې له ټولو سخت دريځو ډلو تصفيه شوې دي.

افغانستان له پاکستانه غواړي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي. نېږدې دوه کاله مخکې د کابل ورته هڅه ناکامه شوه او طالبان د سولې له خبرو په شا شول.

له طالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې ځیني کسان په افغانستان کې دا اندېښنه لري چې یو شمېر هغه لاسته راړونې به چې افغانستان په تېرو نېږدې ۱۶ کلونو کې ترلاسه کړې دي، له منځه ولاړې شي.

خو ولسمشر اشرف غني ټینګار وکړ چې د اساسي قانون له اصولو سره سم به له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي، ده بیا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې د بهیر مثال ورکړ.

XS
SM
MD
LG