د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۷

ولسي جرګه: افغان-ترک ښوونځي باید د سیاسي مخالفتونو ښکار نه‌شي


د افغانستان د ولسي جرګې غړي پر افغان حکومت غږ کوي چې افغان-ترک ښوونځي د سیاسي مخالفتونو ښکار نه‌کړي.

د دغې جرګې غړي د افغان-ترک ښوونځيو لاسته راوړنې ستایي او له افغان حکومته غواړي چې دغه ښوونځي باید د سیاسي مخالفتونو ښکار نه‌شي.

د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي
د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي

د افغانستان د ولسي جرګې د پوهنې او لوړو زده‌کړو د کمېسیون رئیس کمال ناصر اصولي د دوشنبې په ورځ د افغان-ترک د عالي لېسو یو شمېر زده‌کوونکو ته د مډالونو د ورکړې په مراسمو کې وویل:

"هېله مې دا ده چې د افغانستان سیاسیون او مشران په ځانګړي ډول، د افغانستان د پوهنې وزارت، د افغانستان ولسمشر، د حکومت اجرائیه رئیس د افغان-ترک لېسې د سیاسي مخالفتونو ښکار نه‌کړي، که رېښتیا هم دوی غواړي چې په افغانستان کې سېستم جوړ کړي، نو ښه دا ده چې دوی لومړی دلته ثابته کړي چې له دغو لېسو دفاع کوي او په دې توګه د سېستم لپاره د بنسټ ډبره کېږدي."

د سیاسي مخالفتونو دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د ترکیې حکومت پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د افغان-ترک د ټولو ښوونځیو چارې د ترکیې د حکومت یوې دولتي ادارې ته وسپاري.

ترکیه دا پرېکړه داسې مهال کوي چې په ۲۰۱۶ میلادی کال کې د موجوده حکومت پر ضد یې یوه ناکامه کودتا وشوه چې لسګونه کسان په‌کې ووژل شول، سلګونه ټپیان او ګڼ شمېر نور زندانونو ته واستول شول.

د ترکيې حکومت د دغې کودتا تور په ترکي نژاد فتح‌الله ګولن چې د امریکا تابعیت لري، لګولی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د افغان-ترک په نامه ټول ښوونځي، په فتح‌الله ګولن پورې اړه لري.

خو د افغانستان د پوهنې وزارت ویاند مجیب مهرداد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، هغه پلاوی چې د حکومت د بېلابېلو ادارو د استازو په ګډون څه موده وړاندې جوړ شوی، لا هم په دې برخه کې کار کوي او تر اوسه کارونه وروستي شوي نه‌دي.

په ورته وخت کې په دې وروسیتو کې د ټیکا په نوم په افغانستان کې د ترکیې د نړیوالې همکارۍ او پراختیا ادارې د افغان-ترک د ښوونځیو د فعالیت بندېدل غوښتي او ادعا یې کړې چې دا ښوونځي د ترهګریز څرنګوالي درلودونکي دي.

خو د افغان ولسمشر یو سلاکار یوسف پښتون د دوشنبې په ورځ په یاده غونډه کې د افغان-ترک له ښوونځيو د افغان حکومت ملاتړ اعلان کړ او هغه ادعا یې هم رد کړه چې ګنې په دغو ښوونځيو کې ترورېستي روزنه ورکول کېږي.

د افغان ولسمشر سلاکار یوسف پښتون
د افغان ولسمشر سلاکار یوسف پښتون

ښاغلي پښتون زیاته کړه:

"هغه څوک چې د ترورېزم په وړاندې مبارزه کوي او حتی راتلونکي نسلونه دغې مبارزې ته چمتو کوي، هغه په ترورېزم تورنوي، ټیکا چې دا ادعا کړې ده، یوه غیر دولتي مؤسسه ده چې دا شان مسایل باید مطرح نه‌کړي، که چېرې شواهد ولري، وړاندې دې کړي، که نه؟ نو بښنه دې وغواړي."

په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځیو ریاست تر دې مخکی د دې ښوونځیو د بندېدو په اړه اوازو ته په غبرګون کې ویلي وو چې دوی له هر ډول سیاسي فکر او فعالیت پرته تدریس کوي.

په افغانستان د افغان-ترک ښوونځي له ۱۹۹۵ میلادي کال راهیسې فعالیت کوي چې تر اوسه ترې څه باندې ۶۰۰۰ زده‌کوونکي فارغ شوي او اوس‌مهال یې د مرکز او ولایتونو په ښوونځیو کې څه باندې ۸۰۰۰ زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG