د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۲

د چين او روسيې سمندري ځواکونه په ګډو پوځي تمريناتو کې برخه اخلي


د چين څو جنګي کښتۍ د روسيې د ليرې ختيځ ولادي فوستوک "Vladivostok" ښار ته رسېدلي، څو د ګډو سمندري تمريناتو په دوهم پړاو کې برخه واخلي.

د روسيې د سمندري ځواکونو يوه پوځي وياند ولاديمير ماتفوي يف "Vladimir Matveyev" ويلي، په دغو پوځي تمريناتو کې ١١ کښتۍ، دوه اوبتلونه، دوه نور وسايط چې د سمندر له تله د ژغورنې لپاره کارول کېږي، دوه اوبتل ضد الوتکې او څلور هليکوپټرې برخه لري.

د ٢٠١٧ میلادي کال د سمندري تعامل د تمريناتو اوله برخه په جولاى مياشت کې په بالتيک سمندرګي کې شوې وه.

روسيې او چين وخت نا وخت د هغه څه په وړاندې يووالى څرګند کړى چې دوى يې پر نړۍ د واکمنۍ لپاره د امريکا متحده ايالاتو هڅې ګڼي.

مسکو او پيکېنګ د شانګهاى د همکارۍ سازمان مخکښ غړي هېوادونه هم دي.

له اسيايي او اروپايي هېوادونو جوړ دغه پوځي، سياسي او اقتصادي بلاک په ٢٠٠١ میلادي کال کې تشکيل شو.

تر يوې لسيزې زياته موده کېږي چې دواړه ګاونډي هېوادونه ګډ پوځي تمرينات کوي.

د دوى سمندري ځواکونو خپل اول ګډ پوځي تمرينات په ٢٠١٢ میلادي کال کې وکړل.

په تېرو درېيو کلونو کې مسکو له پيکېنګ سره خپلې اړيکې غښتلې کړې دي، دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراين د روسيې د يرغل له کبله مسکو له لوېديځ سره په تقابل کې دى.

دا وروستي پوځي تمرينات له شمالي کوريا سره ډېره فاصله نه‌لري، په وروستيو کې د دغه منزوي شوي هېواد د اټمي او بالسټيک توغنديو د ازموينو له کبله په سيمه کې کړکېچ ادامه لري.

مسکو او پيکېنګ دواړو په وار، وار د دې لانجې د سوله‌ييز حل غوښتنه کړې ده.

په پام کې وه د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له بلاروس سره په روانو پوځي تمريناتو کې چې د ګاونډيو هېوادونو د خبرداريو سبب شوې، برخه واخلي.

مسکو او مېنسک ويلي، په بېلاروس او د روسيې د لوېديځ په ځينو برخو کې د «زپاد ٢٠١٧» په نوم پوځي تمريناتو کې ١٢ زره او ٧٠٠ پوځيان برخه لري.

XS
SM
MD
LG