د ناټو د پوځي کمېټې مشر جنرال پټر پاول د شنبې په ورځ له اسوشیټېډ پرېس اژانس سره په مرکه کې وویل، د زاپاد ۲۰۱۷ کال دغه پراخ پوځي تمرینونه چې روسیه او بیلاروس یې په ګډه مخ ته وړي ځکه د اندیښنې وړ دي چې د مسکو لهخوا شفافیت پهکې نشته.
جنرال پاول زیاته کړه چې کیدای شي د دغو تطبیقاتو په جریان کې له انتظاره لېرې ناوړه پېښې رامنځ ته شي.
له نوموړي مخکې نورو د لویديځ پوځي او سیاسي مشرانو هم د دغو پوځي تمرینونو په اړه په چې د ناټو په ختیځه خوا، بیلاروس او د روسیې په لویدیځو برخو کې ترسره کېږي، اندیښنه ښودلې ده.
دغه پراخ پوځي تمرینونه به تر راتلونکې چهارشنبې پورې دوام کوي.
مسکو او مېنسک وایي، د زاپاد په تمرینونو کې ۱۲۷۰۰ سرتېرو ګډون کړی خو جنرال پاول ویلي چې د ګډونوالو شمېر یې ښایي تر سل زرو پورې ورسېږي.
لویدیځوالو دغه راز ویلي چې په اکراین کې د روسیې د مداخلې پر سر له دې هېواد سره د رامنځ ته شوي کړکېچ په ترڅ کې مسکو غواړي خپل قدرت وښیي.
خو مسکو دا خبره رد کړې چې ګواکې دا دې یو تهاجمي اقدام وي او زیاته یې کړې ده چې ناټو ته د یوه دښمن په سترګه نه ګوري او نه هم د دغو تمرینونو هدف ناټو دی.
ناټو ویلي و چې درې څارونکي به واستوي چې په بیلاروس او روسیه کې د زاپاد پر تمرینونو څارنه وکړي خو په کراتو-کراتو یې له دواړو هېوادونو غوښتي چې پر دغو پوځي تطبیقاتو پراخې څارنې ته اجازه ورکړي.
د روسیې تاس خبري اژانس د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د اوو هېوادونو څارونکي بیلاروس ته رسیدلي چې دغه تمرینونه وڅاري.
د بیلاروس د دفاع وزارت ویاند ویلي چې د دغو تمرینونو د شفافیت لپاره یې په خپله خوښه د لاتویا، لیتوانیا، ناروې، پولنډ، اوکراین، سویډن او ایستونیا څارونکو ته اجازه ورکړې چې په ګډه دغه ستراتیژیک تطبیقات وڅاري.
د لیتوانیا ولسمشره یوه د هغو مشرانو له ډلې ده چې د دغو پوځي تمرینونو په اړه یې اندیښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي چې دا د دې نښه ده چې روسیه له ناټو سره یوه جدي کړکېچ ته تیاری نیسي.
بیلاروس دغه راز پر اوکراین سربېره، د ناټو له غړېو، پولنډ، لیتوانیا او لاتویا سره ګډې پولي لري.
دغه پوځي تمرینونه دغه راز د روسیې په لویدیځه برخه کالنېنګراد چې د پولنډ، لیتوانیا په منځ او د بالتیک سمندرګي په خوا کې پروت دی، هم ترسره کېږي.
د ناټو د پوځي کمېټې مشر جنرال پترپاول ویلي، دغو ټولو ته په پام سره موږ وینو چې چې د یوې لوې جګړې لپاره جدي تیاری نیول کېږي.
پاول زیاته کړه، په بالتیک کې زښت زیات پوځونه ځای پرځای شوي دي، همداسې له تورسمندرګي سره هم چې دا د یوې پېښې د رامنځ ته کېدو خطر ځکه زیاتوي چې کیدای شي یوه انساني تیروتنه وشي یا ټکنالوژي کار ونهکړي.
هغه زیاته کړه، موږ باید دا یقیني کړو چې له یوه انتظاره لېرې دغسې یوه پېښه چې جګړې ته لاره پرانېزي رامنځ ته نهشي.