د ناټو غړو نن یکشنبه اعلان وکړ چې افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو په برخه کې د متحدوایالاتو د غوښتنې په اړه د پرېکړې لپاره، یوه میاشت نور وخت ته اړتیا لري.
ویل کېږي چې د ناټو نېږدې ۱۵ غړو افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو ژمنه کړې، خو شمېره یې نه ده ښودلې.
د ناټو غړي افغانستان ته د نورو پوځي ځواکونو د استولو اړتیا مني، خو دوی زیاتوي چې له خپلو حکومتونو سره له سلا مشورو وروسته به په دې اړه مشخصه پرېکړه وکړي.
د ناټو د ۲۹ غړو د پوځي کمېټې مشر جنرال پیټر پاول د البانیا په پلازمېنه تیرانا کې له نننۍ غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې د ناټو استازو د سلا مشورو لپاره یوه میاشت وخت غوښتی.
دوی په دې اړه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ او په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن افغانستان ته د اضافي پوځیانو د استولو په اړه غوښتنه، د غونډې ګډونوالو ته واوروله.
د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس څو میاشتې مخکې، د ناټو پر غړو غږ کړی و چې یا باید د افغانستان ماموریت بریالی کړي او یا دې د ترورېستي ډلو پیاوړي کېدو ته چمتو شي.
د ناټو د متحدو قواوو عمومي قوماندان امریکايي جنرال کورتیس سکاپاروټي«Curtis Scaparrotti» د تیرانا په غونډه کې وویل چي د ناټو له غړو څخه تمه ده چې په را روانه اکـټوبر میاشت کې د پوځي کمېټې له راتلونکې غونډې مخکې، افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو په برخه کې، یو قاطع ځواب وړاندې کړي.
د غونډې کوربه البانیا چې اوس مهال په افغانستان کې ۸۳ سرتېري لري، د ۳۰ نورو سرتېرو د استولو ژمنه کړې.
ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره میاشت د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د متحدوایالاتو د ستراتیژۍ د اعلان پرمهال افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو لاره اواره کړه او له خپلې هغې ژمنې په شا شو چې ویلي یې وو، د افغانستان له جګړې به ځان خلاص کړي.
ښاغلي ټرمپ ونه ویل چې په کوم شمېر سرتېري به واستوي، خو چارواکو ویلي چې ښايي پر هغو ۱۱ زره سرتېرو چې لا دمخه په افغانستان کې دي، څلور زره نور ور زیات شي.
جنرال سکاپاروټي د تیرانا د غونډې د خبرو جزییات څرګند نه کړل، خو ویې ویل چې هدف د افغان ځانګړو ځواکونو د روزنې او تجهیز په اړه بحث و، څو دا ځواکونه د افغانستان امنیت ټینګ کړي.
د ناټو دې جګپوړي قوماندان زیاته کړه چې د افغان سرتېرو د روحیې او د هوايي ځواک د وړتیا د لوړولو هڅې هم روانې دي.
ناټو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې خپل ډېره برخه ځواکونه له افغانستانه وایستل او د امنیت او پوځي عملیاتو مشري یې افغان ځواکونو ته وسپارله.
اوس مهال د ناټو شااوخوا ۱۳ زره سرتېري په افغانستان کې دېره دي.