د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۶ سیمه ییزوخت ۰۴:۰۲

افغان متشبثینو بورډ: پاکستان باید د تورخم دروازه خلاصه کړي


د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ په کابل کې د پاکستان له سفارت څخه غواړي چې د تورخم دروازه د خلکو او سوداګرو پرمخ پرانیزي.

د متشبیثینو د عالي بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډیو ته وویل چې د تورخم له لارې هره ورځ دوه نیم زره ټنه تازه او وچه میوه او دغه راز نور سوداګرېز توکي بهرته ته ځي.

نوموړی وايي چې د دغې لارې د تړل کېدو له امله افغان سوداګر ته هره ورځ له یو میلیون افغانیو څخه ډېر تاوان رسېږي.

پرون د جمعې تر غرمې وروسته د تورخم ها غاړه چاودنه وشوه چې بیا وروسته دروازه د خلکو پرمخ وتړل شوه.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د تورخم دروازه په ورځو ورځو د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG