د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۱۸

استانه: په سوریه کې د امنیتي ساحو پر جوړولو موافقه وشوه


د سوریې د سولې د خبرو دریو ملاتړ کوونکو هېوادونو، روسیې، ترکیې او ایران نن په سوریه کې د شپږو میاشتو لپاره د امنیتي ساحو پر جوړولو موافقه وکړه.

د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د دې درېیو هېوادونو په ګډون د غونډې په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دا امنیتي ساحې به د دمشق په شمال کې په غوتا ښار او همداراز په ادلیب، حمس، لاذقیه، حلب او حما ولایتونو کې جوړې شي.

بیان زیاتوي چې د شپږو میاشتو اوسنۍ موده په راتلونکي کې غځېدلای شي.

له دې مخکې د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو راپور ورکړی و چې روسیه، ایران او ترکیه د استانې په خبرو کې د ترکیې سرحد ته نېږدې په ادلیب ښار کې د څلورمې امنیتي ساحې د رامنځته کولو پر پلان موافقې ته رسېدلي دي.

روسیه او ایران د سوریې په جګړه کې چې په ترڅ کې یې له درې لکه او دیرش زرو زیات خلک وژل شوي، د ولسمشر بشار اسد د حکومت او ترکیه او متحد ایالات د حکومت د وسله والو مخالفو ډلو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG