د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

د افغان ادیب استاد سعدالدین شپون جنازه په لغمان کې خاورو ته وسپارل شوه


د ارواښاد سعدالدین شپون جنازه د جمعې د ورځې سهار وختي د امریکا له متحدو ایالتونو څخه کابل ته انتقال او بیا د جنازي د لمانځه له ادا کولو وروسته په لغمان کې خاور ته وسپارل شوه.

د سعدالدین شپون روح ته د دراناوي په پار لسګونه د ادب او فرهنګ مینه وال او یو شمېر حکومتي چارواکي هوايي ډګر ته ورغلي و.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر رسول باوري د سعدالدین شپون مړېنه د ادب او فرهنګ د کورنۍ لپاره لویه تشه وبلله.

نوموړي زیاته کړه:

"افغانستان نن داسې یو خوا خوږی له لاسه ورکړ چې د لیکونو او اوثارو په هره لیکه کې یې له وطن سره مینه او له وطن سره د محبت څرک معلومېده."

ارواښاد سعدالدین شپون ۸۴ کاله وړاندې د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې.

لومړنۍ زده کړې یې په کندز او لوړې زده کړې یې په کابل او امریکا کې بشپړې کړې وې.

سعدالدین شپون د لیکوالۍ ځانګړی سبک درلود او په تېرو شپېتو کلونو کې ګڼ اثار ولېکل چې مشهور هغه یې شین ټاغی، د بنګي غاړه او وه نه و یو شپون و دي.

په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار اسدالله غضفر وايي ارواښاد شپون وصیت کړی چې دی به په لغمان کې خاورو ته سپارل کېږي چې افغان حکومت یې هم په انتقال کې هیڅ ډول ځنډ ونکړ.

نوموړي زیاته کړه:

"د استاد سعدالدین شپون جنازه به د کابل له هوايي ډګر لغمان ته وړل کېږي او د دوی له وصیت سره سم د پوهاند حسن کاکړ ترڅنګ خاورو ته سپارل کېږي."

سعدالدین شپون پنځه ورځې وړاندې د ورپېښې ناروغې له کبله په امریکا کې په ابدي خوب سترګې پټې کړې.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG