د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۰۸

د اذربایجان د توران خپلواک خبري اژانس رئیس له بنده خوشې شو


د اذربایجان د توران خپلواک خبري اژانس رئیس مهمان علي يیف په مشروط ډول له بنده خوشې شو.

علي ییف په دې شرط خوشې شوی چې تر محاکمه کېدو پورې به په خپل کور کې نظر بند وي.

د ده مدافع وکیل فواد اقایف پرون دوشنبه د ازادي رادیو له اذري څانګې سره په مرکه کې تائید کړه چې د توران خبري اژانس رئیس خوشې شوی دی.

د اروپا د امنیت او همکارۍ موسسې د رسنیو د ازادۍ استازي هارلیم دیسیر په یوه خبرپاڼه کې له محبسه د توران خبري اژانس د رئیس خلاصون او په خپل کور کې نظربندي، مثبت ګام وباله، خو یو وار بیا یې له اذربایجاني چارواکو په کلکه وغوښتل چې د علي ییف پر ضد ټول تورونه ختم کړي.

ده همدا راز وویل چې د اروپا د امنیت او همکارۍ موسسه دا موضوع له نېژدې څاري.

اذربایجاني چارواکو په اګست میاشت کې پر علي ییف تور پورې کړ چې د مالیې له ورکولو یې ډډه کړې او له خپل واکه یې ناوړه استفاده کړې ده.

خو علي ییف دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG