د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۶ سیمه ییزوخت ۰۲:۲۱

امريکا له امنيت شورا پر شمالي کوريا د سختو بنديزونو غوښتنه کړې


د امريکا متحدو ايالتونو پرون جمعه په رسمي ډول د ملګرو ملتونو له امنيت شورا د امريکا له خوا يوه پېشنهاد شوي پرېکړه ليک ته د رايې اچونې غوښتنه وکړه.

دغه پرېکړه ليک د چين او روسيې له مخالفت سره- سره پر شمالي کوريا د دغه هېواد د وروستۍ اټمي ازموينې له کبله تازه اقتصادي بنديزونه لګوي.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا ماموريت ويلي چې غواړي امنيت شورا دغه پېشنهاد شوي پرېکړه ليک ته د دوشنبې په ورځ رايه ورکړي.

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، دغه پرېکړه ليک به شمالي کوريا ته د تېلو پر وارداتو هم تحريم وضع کړي، دغه هېواد به نه شي کولاى خپل منسوجات نورو هېوادونو ته صادر کړي او له دغه هېواده بهر د شمالي کوريا د کارګرو پر ګمارنې هم بنديز لګوي، تر ډېره دغه کارګر د روسيې او چين له خوا ګمارل کېږي.

د راپورونو له مخې، دغه پرېکړه ليک به دغه راز د شمالي کوريا د رهبر کيم جونګ اون شتمني هم کنګل کوي او پر سفر به يې بنديز لګول کېږي.

د شمالي کوریا رهبر
د شمالي کوریا رهبر

امريکايي چارواکي وايي د شمالي کوريا په وړاندې د سختو بنديزونو غوښتنه لري، څو پر دغه هېواد فشارونه زيات شي او دا مسئله پيونګ يانګ مجبور کړي چې بالاخره مذاکرو ته غاړه کښېږدي.

د دغو بنديزونو عمده هدف دا ښوول شوى چې د شمالي کوريا اټومي او د ميزاييلو ازموينې پاى ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو ډيپلوماتان وايي، د امريکا له خوا وروستي پېشنهادونه د شمالي کوريا په وړاندې تر ټولو شديد بنديزونه په پام کې لري او په داسې حال کې ملګرو ملتونو ته وړاندې کېږي چې شمالي کوريا تېره يکشنبه خپل تر ټولو ستر او شپږم اټمي بم وازمايه.

د شمالي کوريا متحد هېواد چين او د هغه ګاوندي هېواد روسيې پر شمالي کوريا د نورو بنديزونو له مسئلې سره مخالفت څرګند کړى دى.

خو بيا هم دغه دواړه هېوادونه د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې استازي لري چې تېره اوونۍ يې پر شمالي کوريا د تازه بنديزونو په باب په بحثونو کې برخه درلودله.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين تېره اوونۍ وويل چې بنديزونه په يوازې سر نه شي کولاى په کوريا ټاپووزمه کې روان کړکېچ حل کړي.

پيکنګ او مسکو دواړو د دې ستونزې د پاى ته رسېدو لپاره د مذاکرو او ډيپلوماتيک حل غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف پرون وويل، دا به تر وخت مخکې وي چې پر شمالي کوريا د تازه بنديزونو په اړه د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې رايه اچونه وشي.

سرګي لاوروف
سرګي لاوروف

هغه د شمالي کوريا پاروونکي اقدامات وغندل:

"موږ د شمالي کوريا د رهبرۍ دا پاروونکي اقدامات چې د باليستيک توغنديو ازموينه يې وکړه، غندو، دوى داسې اټمي وسلې چوولي چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پرېکړه ليک څخه سرغړونه کوي."

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف پرون له خپل فرانسوي سيال سره تر کتنې وروسته په مسکو کې يوه کنفرانس ته وويل، په امنيت شورا کې پر شمالي کوريا د تازه بنديزونو په اړه کار روان دى، خو ده ټينګار وکړ، دا تر وخت مخکې ده چې د نتيجو په اړه يې وړاندوينه وشي.

XS
SM
MD
LG