د لاسرسي لېنکونه

ټرمپ: غوره ګڼو چې د شمالي کوریا په اړه پوځي اقدام ته اړ نه ‎شو


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون چې د شمالي کوریا د اټمي ګواښ په وړاندې پوځي اقدام یوه لاره ده خو ده هیله څرګنده کړه چې دې کار ته اړتیا پېښه نه‎شي.

ټرمپ په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وویل، پوځي اقدام په قطعي ډول یوه لاره ده او زیاته یې کړه زه غوره ګڼم چې پوځي اقدام ته اړنه‎شو.

ټرمپ وویل، که د شمالي کوریا پرضد له پوځي اقداماتو څخه کار واخېستل شي دا به د دې هېواد لپاره یو ډېر خواشینوونکی حالت وي.

شمالي کوریا تیره اوونۍ د یوه هایدروجني بم بریالۍ ازموینه اعلان کړه او ویې ویل، دا بم د داسې یو بالسټیک میزائیل په سروکي کې د ځای پرځای کولو وړتیا لري چې متحدایالات ویشتلای شي.

له دې ازموینې وروسته واشنګټن د ملګرو ملتونو له‎خوا پر پیونګ یانګ د نویو بندیزونو د لړۍ غوښتنه وکړه.

پرون له دې مخکې روسیې او جاپان وویل، دوی په دې برخه کې چې شمالي کوریا د سیمې سولې او ثبات ته ګواښ کوي موافقه کړې ده خو له دې سره-سره داسې نښې نښانې نه لیدل کېږي چې مسکو به پر پیونګ یانګ د ملګروملتونو له خوا د نوېو بندیزونو د لګولو د طرحې په وړاندې د مخالفت له دریځ څخه واوړي.

XS
SM
MD
LG