د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ تله ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۰

خبرونه

په ایران کې نن د اعتراضونو یولسمه شوه

په شیراز کې اعتراضونه- د جنوري ۷ مه-۲۰۲۶
په شیراز کې اعتراضونه- د جنوري ۷ مه-۲۰۲۶

په ناروې کې میشته د ایران د بشري حقونو غیردولتي موسسې د سې شنبې په ورځ وویل چې امنیتي ځواکونو تراوسه لږ تر لږ اووه ویشت لاریون کوونکي وژلي چې پنځه تنو یې تر اتلسو کلونو لږ عمر درلود.

ایراني چارواکي بیا وایي چې تر اوسه دیارلس کسان چې د امنیتي ځواکونو غړي هم پکې دي، د لاریونونو په ترڅ کې وژل شوې دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د چهارشنبې په ورځ امنیتي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې له هغه لاریون کوونکو سره چې د اقتصادي ستونزو لپاره سوله ییز اعتراضونه کوي، نرم چلند وکړي او د دوی او بلواکوونکي ترمنځ توپير وکړي.

دا اعتراضونه په ایران کې د ډالر په وړاندې د ریال د ارزښت د کمیدو او له لویه سره د اقتصادي ستونزو له کبله پیل شوې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په تایلند کې د سیلابونو له امله لسګونه کسان مړه شوي دي

د بانکوک د ښار یوه څنډه چې اوبو لاندې کړې
د بانکوک د ښار یوه څنډه چې اوبو لاندې کړې

په تایلند کې د تیرو دوه اونیو سختو ورښتونو او سیلابونو له امله ۲۳ کسه مړه او پلازمینه بانکوک کې ۷ لکه کسان زیانمن شوي دي.

تایلندي چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې پلازمینه کې ۴ کسه مړه شوي دي او دهیواد له ۷۷ ولایتونو څخه په نهو ویشتو کې سیلابونه راغلي دي.

د بانکوک ځینې برخې اوبو لاندې کړي او شاوخوا ۷ زره کسان له خپلو کورونو خوندي سیمو ته کډه شوي .

چارواکي وايي له زیانمنو سیمو د اوبو لیرې کیدل به یوه اونۍ وخت ونیسي .

د مدیریت لپاره د امریکا اکاډمۍ خپله سږنۍ جایزه هغې مقالې ته ورکړه چې دوه لیکوالانې یې افغان ښځینه فعالانې دي

د مدیریت لپاره د امریکا اکاډمۍ د ۲۰۲۶ کال د غوره مقالې جایزه هغې مقالې ته ورکړې چې دوه افغان ښځینه فعالانې یې له لیکوالانو څخه دي.

دغه مقاله چې حسینې جلال، فروزان دانش او ډیویډ ناوراث په ګډه لیکلې ، عنوان یې دی ،«کله چې ټولې هیلې له منځه تللې ښکاري: د زده‌کړو د لارو د نشتوالي په شرایطو کې د زده‌کړې د انګېزې ساتل».

دا جایزه د سازماني او مدیریتي مطالعاتو په برخه کې له معتبرو ویاړونو څخه ګڼل کېږي.

حسینې جلال د دوشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۲۸مه، په خپله فیسبوک پاڼه د دې خبر په خپرولو سره لیکلي چې دغه څېړنه څرګندوي چې افغان ښځې، په داسې شرایطو کې چې د نجونو او ښځو پر مخ د رسمي زده‌کړو لارې تړل شوې دي، څنګه لا هم د زده‌کړې انګېزه ساتي او د پوهې ترلاسه کولو، ودې او د یوې ښې راتلونکې د جوړولو لپاره هڅې کوي.

هغې هیله څرګنده کړې چې دغه نړیواله جایزه به د افغانستان د نجونو او ښځو غږ لا پیاوړی کړي او وښيي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل نه شي کولای د زده‌کړې مینه، د زده‌کړې وړتیا او راتلونکي ته هیلې له منځه یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته څه باندې پنځه کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي. همدارنګه نجونې او ښځې پوهنتونونو او د روغتیايي زده‌ کړو مرکزونو ته له ورتګ څخه منع شوي دي.

عباس عراقچي:د ایران په دریځونو کې هیڅ ډول بدلون نه دی رامنځ ته شوی

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

دایران بهرنیو چارو وزیر نیویارک ته د خپل سفر په پای کې وویل چې ددوی په دریځ هیڅ ډول بدلون نه دی رامنځ ته شوی.

عباس عراقچي، صدا وسیما دولتي خبري اژانس ته وویل: «له څو ساعتونو راهیسې ځینې ادعاوې مطرح شوي دي چې په قاطعیت سره ویلی شم چې د ایران په دریځونو کې هیڅ ډول بدلون نه دی رامنځ ته شوی».

عراقچي ددغو ادعاوو د جزئیاتو په هکله څه ونه ویل خو ښکاري چې اشاره یې د اکسیوس وبسایټ هغه راپور ته وه چې په کې ویل شوي دي چې امریکا ایران ته وړاندیز کړی که چیرې له خپل اټومي پروګرام ترشا شي نو ورباندې لګیدل شوي بندیزونه به لیرې او کنګل شوې پانګې به یې ازادې شي.

دامریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ د دوشبنې په شپه ( دتلې ۶مه ) دغه راپور جعلي وباله او ټینګار یې وکړ چې ایران ته یې هیڅ کوم وړاندیز نه دی کړی.

عباس عراقچی په خپلو خبرو کې زیاته کړه : «اوسمهال موضوع یوازې د هرمز تنګی دی او پرانیستل یې هم هغو شرطونو پورې تړاو لري چې مقابل اړخ ته مو اعلان کړي دي».

هغه وویل چې تهران د قطر له لارې د امریکا ځواب ته په تمه دی او چې کله ترلاسه شي نو د بل ګام په هکله به پریکړه وشي.

عراقچې هیله څرګنده کړه چې دامریکا نهايي ځواب تر نن سه شنبې ترلاسه کړي.

لندن د پناه غوښتونکو د بیا میشتیدو پروګرام له سره پیلوي

ارشیف
ارشیف

برتانیا د پناه غوښتونکو د بیا میشتیدو پروګرام له سره پیلوي.

تمه ده چې ددغه پروګرام ۲۵ سلنه غوښتونکي به افغانې نجونې او ښځې او فلسطینیان وي.

د برتانیې کورنیو چارو وزیرې شبانې محمود د دوشنبې په ورځ وویل دغه پروګرام زیانګالو کسانو لپاره برتانیې ته د ورتګ د خوندي لارو د برابرولو په موخه پلی کیږي او ټاکل شوې د پناه غوښتونکو لومړنۍ ډله یې سږکال دغه هیواد ته ننوځي.

یاد پروګرام د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو د سترې کمشنرۍ سره په ګډه ترسره کیږي.

خیریه موسسې او غیرانتفاعي سازمانونه هم د پناه غوښتونکو د ملاتړ لپاره په دغه پروګرام کې ونډه اخیستلای شي.

یاد پروګرام په داسې حال کې بیا پیلیږي چې د برتانیې حکومت هلې ځلې کوي چې د کډوالو د منلو پالیسۍ سختې کړي او دغه هیواد ته دغیرقانوني کډوالو د ورتګ مخه هم ونیسي.

د متحدو ایالاتو د" افغانستان د جګړې کومیسیون " پلاوي د پاکستان د پوځ له مشر سره ولیدل

د امریکايي پلاوي او عاصم منیر ترمینځ د غونډې یو انځور
د امریکايي پلاوي او عاصم منیر ترمینځ د غونډې یو انځور

د متحدو ایالاتو د "افغانستان د جګړې کومیسیون " یو پلاوي د پاکستان د پوځ مشر سره ولیدل.

د پاکستان د پوځ د دوشنبې ورځې ( د تلې ۶مه) اعلامیې وویل په راولپنډۍ کې دشمیلا چودري او کالین جکسن په مشری د دغه پلاوي اود فیلډ مارشال عاصم منیر ترمینځ په غونډه کې د پاکستان د ملاتړ، دسیمې د امنیتي وضعیت او په افغانستان کې د تحولاتو په شمول د ګډې پاملرنې وړ موضوعات وڅیړل شول.

اعلامیه زیاتوي چې خبرې په هغو موضوعاتو متمرکزې وې چې دکومیسیون له کاري بهیر سره تړاو لري.

د افغانستان د جګړې کومیسیون د کانګرس لخوا په ۲۰۲۱ کال کې ددې لپاره جوړ شو چې د افغانستان د تیرې شل کلنې جګړې په مهال د مهمو ستراتيژیکو ، دیپلوماتیکو او عملیاتي پریکړو ارزونه وکړي.

کومیسیون له جګړې څخه اخیستل شوي عبرتونه راټولوي او راتلونکو امریکايي پالیسي جوړونکو ته به خپلې توصیې وړاندې کړي.

د افغانستان د جګړې کومیسیون چې د کار موده یې تیره میاشت یو بل کال تمدیدشوه، ټاکل شوې د راتلونکي کال په اګست کې خپل نهايي راپور وړاندې کړي.

طالبان: نورستان کې نیول شوې وسلې د ډیورند کرښې له هغې خوا راوړل شوي

ارشیف
ارشیف

په نورستان کې د وروستیو پوځي تحرکاتو په دوام کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ (د تلې/میزان ۶) د یوې وېډیو په خپرولو سره ادعا وکړه چې هلته‌یې له وسله‌والو مخالفینو څخه لسګونه میله درنه او سپکه وسله او مهمات نیولي دي.

دفاع وزارت زیاتوي چې دغه وسله د ډیورند کرښې له پورې غاړې راوړل شوې ده.

د خپلواکو سرچینو له‌خوا د دغې ادعا تأیید ګران دی.

اسلام‌اباد په نورستان کې وروستیو تحرکاتو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د نورستان په کامدېش کې د شنبې په ورځ د طالبانو د حکومتي ځواکونو او د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د حکومت د یوې مخالفې وسله‌والې ډلې ترمنځ جګړه وشوه.

دواړو لورو یو بل ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت وویل چې د وسله‌والو مخالفینو څخه‌یې چې له کرښې را اوښتي وو ۲۸ کسان وژلي او ۳۲ نور ژوندي نیولي دي.

د «افغانستان د ازادۍ د جبهې» په نوم د طالبانو وسله‌والو مخالفینو هم ادعا وکړه چې لږ تر لږه ۵ طالب سرتېري یې وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

ازادي راډیو د دواړو لورو ادعاوې نه‌شي تأییدولی.

د پاکستان حکومت: تحریک انصاف دې د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو انتخاب کړي

د «پاکستان تحریک انصاف» ګوند پلویان
د «پاکستان تحریک انصاف» ګوند پلویان

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ، په داسې حال کې چې د «پاکستان تحریک انصاف» ګوند پلویان د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کېدو لپاره هلې ځلې کوي، د یاد ګوند مشران له افغانستان سره په خواخوږۍ تورن کړل او ورباندې یې غږ وکړ چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دې یو انتخاب کړي.

عطاءالله تارړ د کورنیو چارو وزیر طلال چوهدري ترڅنګ په اسلام‌اباد کې د دوشنبې ورځې خبري غونډې ته څرګندونو کې چې وېډیو یې په خپله اېکس‌پاڼه خپره کړې وویل چې خیبر پختونخوا کې د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت په ځای د دې چې جدي امنیتي ستونزو ته رسیدګي وکړي د خپل مشر د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي.

د تحریک انصاف ګوند مشرانو د شنبې په ورځ خپل هغه لوی لاریون چې د یکشنبې ورځې لپاره‌یې اسلام‌اباد کې پلان کړی و، یوه اوونۍ وځنډاوه.

پاکستاني چارواکو د لاریون د مخنیوي لپاره لسګونه زره امنیتي ځواکونه پلازمېنه کې ځای پر ځای کړل او مهمې لارې یې په کانټینرونو تړلې وې.

۷۳ کلن عمران خان او مېرمن‌یې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د مالي فساد، د حکومت ضد د خلکو پارولو او یو شمېر نورو قضیو په تور په زندان کې دی.

عمران خان دغه ټول تورونه ردوي او وايي چې دا قضیې سیاسي انګېزه لري.

کندز کې د فوټبال یو معیاري میدان جوړېږي

ارشیف، د کندز ښار مرکزي چوک
ارشیف، د کندز ښار مرکزي چوک

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په کندز کې د فوټبال د یو معیاري میدان د جوړولو خبر ورکوي.

یاد فدراسیون د دوشنبې په ورځ په خپله فېس‌بوک پاڼه ولیکل چې د کندز په مرکز کې د ورزش د ادارې اړوند ۱۰ جریبه ځمکه د دغې پروژې لپاره ځانکړې شوې ده.

ټاکل شوې چې د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) په مالي ملاتړ د دغه میدان د جوړونې عملي کار په ۲۰۲۷ کال کې پیل شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي دغه پروژه په افغانستان کې د فوټبال د زېربناوو د پیاوړتیا او پراختیا د هلو ځلو په ترڅ کې ترسره کېږي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له روبیو سره د خبرو لپاره واشنګټن ته ورسېد

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته ورسېد.

شهزاده فیصل بن فرحان په داسې حال کې امریکا ته سفر کوي چې د ریاض او د یمن د حوثیانو ترمنځ شخړې په دې وروستیو کې زور اخیستی دی.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس راپور ورکوي چې شهزاده فیصل به خپل امریکايي ساري سره د دوه اړخیزو اړیکو او مهمو سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو په هکله خبرې وکړي.

سرچینو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان روانه میاشت د حوثیانو په وړاندې چې ایران‌یې ملاتړ کوي، د امریکا د پوځي مرستې غوښتنه وکړه، خو واشنګټن سره له دې چې له مستقیمو بریدونو ډډه وکړه، مګر دا یې ومنله چې ریاض ته استخباراتي معلومات وړاندې او د اهدافو په نښه کولو کې ورسره مرسته وکړي.

د ایران دولتي رسنۍ: تهران له واشنګټن سره د نویو خبرو د پیلیدو پلان نه لري

د ایران دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې تهران دا مهال له متحده ایالاتو سره د نویو خبرو اترو پلان نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تمه لري له ایران سره خبرې اترې بیا پیل شي.

د ایران رسمي خبري اژانس "ایرنا" د یوې باخبرې سرچینې له قوله ویلي، هغه ایراني پلاوی چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی، له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو کوم پلان نه لري.

بلخوا، ټرمپ د یکشنبې په ورځ اکسیوس ته وویل، تمه لري له ایران سره خبرې اترې ژر بیا پیل شي. هغه دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې په اوو ورځو کې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه یې د تهران وړاندیز رد کړ.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG