د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، افغان پولې ته نېږدې د خېبر اېجنسۍ په راجګال دره کې «خېبر ۴» پوځي عملیات په بریالیتوب پای ته رسېدلي او ټینګار کوي، چې پر خپله خاورهیې د ټولو ترهګرو پر ضد یو وړ او له تفریق پرته، عملیات کړي دي.
د دغې څانګې مشر اصف غفور باجوه د دوشنبې په ورځ مازیګر په راولپنډۍ کې د هغې خبري غوندې پر مهال چې په راجګال او د دغه هېواد په نورو برخو کې یې د ترهګرو پر ضد د پوځي عملیاتو په اړه معلومات ورکول، وویل چې په راجګال دره کې د جولای له ۱۵مې پیل شویو پوځي عملیاتو کې یې ۲۵۰ کېلومتره سیمه له ترهګرو پاکه کړې ده.
ښاغلي غفور زیاته کړه چې په دغې سیمه کې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو په اوږدو کې يې ۵۲ ترهګر وژلي، ۳۱ یې ټپیان کړي، ۴ تسلیم شوي او په خبرهیې چې د ترهګرو پر ضد جګړه کې د پوځ ۲ سرتېري هم وژل شوي دي.
د پوځ ویاند په پاکستان کې د ترهګرو د مرکزونو په تړاو د امریکا د اندېښنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د پاکستان پر خاوره د ترهګرو منظم جوړښت نهشته او په پوځي عملیاتو کې یې د حقاني شبکې په ګډون د ټولو وسلهوالو ډلو پر ضد یو وړ او له تفریق پرته عملیات کړي دي.
نوموړی په دې اړه وايي:
"تر کومه چې موږ ضرب عضب عملیات نهو پیل کړي، نو سیمې له ترهګرو نهوې پاکې شوي، ښايي هلته به د حقاني نېټورک مرکزونه وو، خو کله چې د شمالي وزیرستان وار راغی، نو موږ هلته له توپیر او تفریق پرته عملیات وکړل، موږ دا مهال د پاکستان ټولې سیمې له ترهګرو پاکې کړي او په پاکستان کې اوس د ترهګرو د هېڅ یوې ډلې منظم جوړښت نهشته."
د پوځ ویاند دا ځرګندونې په داسې وخت کې کړي چې دوه ورځې مخکې د امریکا یوه پوځي پلاوي پاکستان ته سفر درلود او د دغه هېواد له سیاسي او پوځي مشرانو سرهیې کتلي وو.
اصف غفور د یوې پوښتنې په ځواب کې د همدې پلاوي سفر ته په اشاره وویل، موږ له دغه پلاوي سره څرګندې خبرې وکړې او هغوی ته مو وویل چې څه ډول مو پر خپله خاوره د ترهګرو پر ضد له توپیر پرته پوځي عملیات کړي او په دې لړ کې مو له هغوی سره ځیني شواهد هم شریک کړل.
پوځي وياند په افغانستان کې د قاطع ملاتړ مأموریت ځواکونو د کردار ستاينه هم وکړه او ويېویل، راجګال کې د پوځي عملیاتو پر مهال په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو هم د هغو ترهگرو مخه نيولې وه چې افغانستان تهيې د تښتېدو هڅه کوله.
ښاغلی غفور همدا شان د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا د نوې تګلارې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د تګلارې تر اعلان مخکې پرې تبصره نهشي کېدای، خو زیاتهیې کړه چې پاکستان یو خپلواک ملک دی، ملي ګټو ته اهمیت ورکوي او په هره پرېکړه کې همدې ګټو ته لومړیتوب ورکوي.
راپور: ذبیح مومند