د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

میثم: عبدالله هېواد کې د قزاقي پانګونې د هڅونې په هدف قزاقستان ته تلی


د افغان حکومت اجرائیه رئیس قزاقستان ته په خپل دوه ورځني سفر کې هڅه کوي چې قزاقي سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم د دې مطلب په څرګندولو سره د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په پام کې ده چې عبدالله عبدالله په قزاقستان کې د دې هېواد د صدراعظم او قزاقي سوداګرو سره وګوري.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم

ښاغلی میثم زیاتوي:

"ټاکل شوې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس د قزاقستان له لومړي وزیر سره د دواړو هېوادونو په اړیکو خبرې وکړي، دا شان په قزاقستان کې له مېشتو افغانانو سره به هم وګوري، همدارنګه د قزاقي سوداګرو سره هم لېدنه لري، څو هغوی په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

ښاغلی مېثم وايي، اجرائیه رئیس په خپل دغه دوه ورځني سفر کې چې د جمعې په ورځ پېل شو، د ۲۰۱۷ میلادي کال د اکسپو نندارتون څخه به هم لېدنه وکړي.

د اجرائیه ریاست د خپرپاڼې له مخې، په دغه نندارتون کې چې لګښت يې دوو میلیاردو يورو ته رسېږي، ګډون کوونکي هېوادونه په کې خپل صنعتي محصولات او برېښنايي پرمختګونه نندارې ته وړاندې کوي.

ښاغلي عبدالله د سې شنبې په ورځ بلاروس ته سفر وکړ او د نوموړي د سفر هدف د سوادګرۍ او ټرانزیټ او په عدلي او قضايي برخه کې د ظرفیت جوړونې لپاره د ګډو همکاریو را منځته کول ښودل شوي دي.

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د اړیکو د پراختیا په هدف قزاقستان، ترکمانستان، ازبکستان او تاجکستان ته سفر کړی و.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، که څه هم په تېر کې منځنۍ اسیا ته د افغان چارواکو سفرونو کومه خاصه نتیجه نه ده لرلې، خو بیا هم دوی د اجرائیه رئیس سفر ته هیله مند دي.

د دې خونې ویاند صیام الدین پسرلی وايي، دوی هیله مند دي چې دغه سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې په برخه کې زمینې مساعدې کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی
د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی

ښاغلي پسرلي وویل:

"موږ هیله لرو چې په قزاقستان کې د ځېنو قراردادونو او د ټرانزیټ او سوداګرۍ په موضوعاتو بحث او د نظر تبادله وشي، موږ دغه سفر په نیک فال نیسو او تمه لرو چې ښې لاسته راوړنې به ولري."

د يو شمېر اقتصادي کارپوهانو په باور، د سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیاست په برخه کې د منځنۍ اسیا سره د افغانستان اړیکو دغه هېواد ته ښه دریځ ور په برخه کړی دی.

له دې ډلې سید قیاس سعیدي وايي، افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې اوس يواځې پاکستان پورې نه دی تړلی، بلکې اوس په کافي اندازه توکي او برېښنا له منځنۍ اسیا څخه افغانستان ته را واردېږي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG