د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

قزاقستان او بېلاروس ته د اجرائیه رئیس عبدالله د سفر ۲ مهمې اجنډاوې


د ترورېزم پر وړاندې مبارزه او په اقتصادي برخه کې د دوه اړخېزو همکاریو پراختیا بېلاروس او قزاقستان ته د ښاغلي عبدالله د سفر مهمه اجنډا جوړوي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی عبدالله د یو دولتي پلاوي په مشرۍ د سې شنبې په سهار دغو هېوادونو ته تللی او پر وینا د دغه سفر پر مهال به د یادو هېوادونو له مشرانو سره په سېمه کې د امنیت په ټینګښت او له ترورېزم سره پر مبارزې خبرې وکړي.

ښاغلي میثم همدارنګه وویل چې په اقتصادي، سوداګریزو، کرنې، صنعت او دوه اړخېزې همکارۍ هم د دغه سفر په اجنډا کې شامل مسایل دي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

دی وايي:

"قزاقستان او بېلاروس په تېرو کلونو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده، ممکن کومې کتنې چې اجرائیه رئیس د دغو هېوادونو له مشرانو سره ولري د یادو مسایلو په اړه به هم خبرې اترې وکړې."

له ښاغلي عبدالله سره په دغه سفر کې یو شمېر وزیران او سوداګر ملتیا کوي.

له دې وړاندې د افغانستان او بېلاروس حکومتونو د اقتصادي او ترانزیټي اړېکو د پراختیا په هدف د یوه ګډ کمېسیون په جوړېدو موافقه کړې وه.

له بل لوري افغانستان او قزاقستان هم نېږدې اقتصادي اړېکې لري.

په کلني ډول افغانستان په ډېره اندازه غنم، اوړه، اوسپنه او ساختماني توکي له قزاقستان څخه واردوي.

قزاقستان همدارنګه د افغانستان د وچو او تازه میوو او زعفرانو لپاره ښه بازار لري.

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې قزاقستان په کلني ډول د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې توکي افغانستان ته صادروي خو د افغانستان صادرات دغه هېواد ته نهه عشاریه ۲ میلیونه ډالر اټکل شوی.

له بلې خوا یو شمېر افغان کارپوهان د اجرائیه رئیس دغه سفر له اقتصادي او سیاسي پلوه ګټور ګڼي.

افغان کارپوه قدرت الله ځواک په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د ښاغلي عبدالله وروستۍ سفر قزاقستان او بېلاروس ته بې له شکه چې مهمې ګټې لري یو اقتصادي ګټې دي چې موږ د پاکستان له لارې نړیوالو مارکیټونو ته د سوداګرۍ د اسانتیا په برخه کې د پخوا په څېر لاس رسۍ نه لرو، نو لازمه ده چې شمالي او غربي هېوادونو ته ولاړ شو، همدارنګه دغه سفر خپل امنیتي او سیاسي ګټې هم لري."

نوموړي وویل، که څه هم دغه ډول سفرونه زیات لګښت او کمې لاس ته راوړنې لري، خو حکومت باید هڅه وکړي چې له دغو سفرونو په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې زیاته ګټه واخلي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG