د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

سپېدار: ټاکل شوې اجرائیه رئیس له بېلاروس سره څو تړونونه لاسلیک کړي


ټاکل شوې چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس بېلاروس ته د خپل سفر په جریان کې د اقتصاد او قانون جوړونې په برخه کې څو قرارداونه لاسلیک کړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد مېثم د دې مطلب په څرګندولو سره د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو تړون د يوه کمېسیون په رامنځته کولو سره پیل شي.

ښاغلی مېثم وايي، اجرائیه رئیس بېلاروس ته د خپل سفر په لړ کې د دې هېواد د پوځي تجهیزاتو د يوې تولېدونکې کمپنۍ څخه هم لېدنه کړې او ټاکل شوې چې د افغانستان امنیتي بنسټونه د پوځي تجهیزاتو د پېر په برخه کې خپلې طرحې یادې کمپنۍ ته وسپاري.

امید میثم
امید میثم

نوموړي زیاته کړه:

"په پام کې ده چې يو شمېر اړوند ارګانونو لکه ملي پولیس، ملي امنیت او دفاع وزارت خپلو اړتیاوو ته په کتو د بېلاروس پوځي تجهیزاتو کمپنۍ سره خپل وړاندیزونه مطرح کړي، د هغوی لخوا نه دا ژمنه شوې چې تر خپلې وسې به په دې برخه کې همکاري کوي،دا شان ټاکل شوې چې نن د تجارت، اقتصاد او د قانون جوړونې په برخه کې د دغه هېواد سره قراردادونه لاسلیک شي."

ښاغلي عبدالله د سې شنبې په ورځ بېلاروس ته سفر وکړ او د نوموړي د سفر هدف د سوادګرۍ او ټرانزیټ، دا شان په عدلي او قضايي برخه کې د ظرفیت جوړونې د ګډو همکاریو رامنځته کول ښودل شوي دي.

په دغه سفر کې د ښاغلي عبدالله سره، د بهرنیو چارو، د زراعت او اوبو لګونې او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وزیران هم ملګري دي، د معلوماتو له مخې اجرائیه رئیس به تر درېیو نورو ورځو د بېلاروس له چارواکو سره خپلو لیدنو ته دوام ورکوي او له هغه وروسته به قزاقستان ته خوځېږي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، د اقتصاد او سوداګرۍ ترڅنګ په پوځي برخه کې په ځانګړې توګه د بېلاروس جوړې جنګي الوتکې د افغان امنیتي ځواکونو سره ډېرې مرستندویه ثابېتدای شي.

د ولسي جرګې یو غړی محمد نواب منګل وايي:

"د بېلاروس جوړې هلېکوپټرې ډېرې مؤثر دي، دې الوتکو پخوا هم د افغانستان په جنګونو کې ښه نتیجه ورکړې او که وپېرل شي نو زموږ د امنتي ځواکونو لپاره به ډېر ګټوره وي."

خو د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافی وايي، د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې د افغانستان سره د بېلاروس همکاري ډېره ګټوره او اغېزناکه تمامېدای شي.

نوموړی ټينګار کوي چې د پوځي تجهیزاتو په برخه کې افغانستان يوازې کولای شي چې له ناټو څخه تجهیزات لاس ته راوړي او که د بل هېواد څخه پېرل کېږي نو بیا باید د امریکايي چارواکو سره مشوره وشي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG