د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

افغان ولسمشر په نېږدې راتلونکې کې ازبکستان ته ځي


د افغانستان د سوداګرۍ او صناېع وزارت وايي، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره په سوداګریزه راکړه ورکړه او ټرانزیټ کې زیاتوالی راغلی او تمه ده چې د لا پراختیا په هدف یې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په نېږدې راتلونکي کې ازبکستان ته سفر وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صناېع وزارت وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني به ازبکستان سره د سوداګریزو او ټرازیټي اړیکو د پراخولو په هدف په نېږدې راتلونکي کې هغه هېواد ته سفر وکړي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، تمه ده چې ښاغلی غني ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د برېښنا، رېل پټلۍ او په یو شمېر نورو بېلابېلو برخو کې سوداګریز تفاهم لیکونه لاسلیک کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صناېع وزارت ویاند مسافر قوقندي
د افغانستان د سوداګرۍ او صناېع وزارت ویاند مسافر قوقندي

ښاغلي قوقندي زیاته کړه:

"په نېږدې راتلونکې کې به ولسمشر ازبکستان ته سفر ولري، له دې هېواد سره به د برېښنا، رېل پټلۍ او لوړو زده کړو په برخه کې، ۲۰ تفاهم لیکونه لاسلیک کړي او زه باوري یم چې په راتلونکو کلونو کې به له ازبکستان سره زموږ سوداګري او ټرانزیټ یو میلیارډ ډالرو ته لوړ شي."

که څه هم مسافر قوقندي ازبکستان ته د ولسمشر غني د سفر په اړه نور جزیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې په سوداګریزه برخه کې به دا له لاس ته راوړنو ډک سفر وي.

د ده په خبره، په راتلونکو کلونو کې به د افغانستان او ازبکستان تر منځ د ټرانزیټ او سوداګریزې راکړې ورکړې کچه څه باندې یو ملیارد ډالرو ته ورسېږي.

دی وايي، اوس مهال افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو لکه ترکمنستان، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان سره په مجموعي، ډول په کال کې دوه عشاریه څلور ميلیارده ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

د ښاغلي قوقندي په خبره، افغان حکومت ملي ګټو ته په پام سره له ټولو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري او هڅه کوي چې د افغانستان ستراتیژيک موقعیت ته په کتو، په دې برخه کې سالم رقابت رامنځ ته کړي.

د نوموړي په وینا، له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوس مهال سوداګریزه راکړه-ورکړه په کال کې له شااوخوا ۳ میلیاردو څخه یو عشاریه پنځه ميلیارده ډالرو ته راښکته شوې چې ۹ سوه میليونه يې واردات او ۶ سوه میلیونه يې صادارت دي.

افغانستان اوس مهال د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب لري چې له مخې يې کولای شي د نړۍ له ۱۶۳ هېوادونو سره سوداګرۍ او ټرانیزیټ ته پراختیا ورکړي.

دا په داسې حال کې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وار- وار دا ژمنه کړې چې افغانستان به د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادونو تر منځ په یو سوداګریز پُل بدل کړي.

ولسمشر ویلي چې اقتصادي پراختیا د افغانستان او د سیمې د هېوادونو د پرمختګونو لپاره اړینه ده او د اقتصاد په غوړېدا کې مهم رول لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صناېعو خونې مسؤلین له ازبکستان سره د ټرانیزیټ او سوداګریزې راکړې ورکړې ډېرېدل یو مهم اقتصادي اقدام ګڼي او وايي چې په دې سره به افغاني صادرات چې په منځنۍ اسیا کې ښه بازار لري، په ډېرې اسانۍ سره دغو هېوادونو ته ورسېږي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل:

"موږ دې ته خوشبین یوو، ځکه دا منځنۍ اسیا ته تر ټولو لنډه لاره ده او په ځانګړي ډول زموږ د صادراتو لپاره ډېره با اهمیته ده، زموږ تازه او وچه مېوه او غالۍ په قزاقستان او روسیه کې ښه بازار لري، نو زه هیله لرم چې د پلان له مخې، ټول مسایل په سمه توګه مخته لاړ شي."

ښاغلي الکوزي وویل چې ازبکستان د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان تجارتي شریک پاتې شوی او په دې هېواد کې د نوې رهبرۍ په رامنځ ته کېدو سره د سوداګریزې پراختیا هیله مندي زیاته شوې ده.

د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي هم د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه ګټوره بولي، خو ټینګار کوي چې د ځان بسیاینې تر ټولو مناسبه لار دا ده چې په کور دننه فابریکې جوړې او کورنيو تولیداتو ته وده ورکړل شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG