د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د پاکستان د استخباراتي ادارې «ای. اس. ای» یو مهم مامور یې په کابل کې نیولی دی.
د ملي امنیت ادارې یوه ویډیو خپره کړې چې په کې نیول شوی کس وايي، د «ای. اس. ای» کارکوونکی دی او دنده یې په افغانستان کې له طالبانو سره همکاري، د بریدونو پلانول او د اړیکو هماهنګي ده.
دا کس خپل نوم اللهنور یادوي او وايي چې د چمن د سیمې اصلي اوسېدونکی دی.
نوموړی وايي چې له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې د پاکستان د استخباراتي ادارې «ای. اس. ای» سره کار کوي، په روالپینډۍ کې یې څو میاشتې د جاسوسۍ ځانګړې روزنه تر لاسه کړې او بیا یې د «۲۱» په نوم د «ای. اس. ای» له هغې څانګې سره چې د افغانستان لپاره ده، کار پیل کړی دی.
نوموړی وايي، د «ای. اس. ای» هغه څانګه چې دا ورته کار کوي، په افغانستان کې د حقاني د ډلې په شمول، د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.
دا چې د «ای. اس. ای» په «۲۱» نومې څانګه کې د ده وظیفه څه ده؟ دغه نیول شوی مشکوک مامور په خپل اعتراف کې وايي:
"په دې اداره کې زه سب اینسپېکټر یم، زما وظیفه دا ده چې زه د خلکو سره رابطې تنظیموم، زه دا خلک سره برابروم، کارونه ورته سپارم، له مشرانو سره یې غونډو ته چمتو کول او د مشرانو سره یې د غونډو د ځای برابرول زما په کارونو کې دي."
دا څرګنده نه ده چې دغه مشکوک کس د کوم ډول شرایطو لاندې دا اعتراف کړی، خو د افغانستان د ملي امنیت د ادارې له خوا په خپره شوې ویډیو کې یې ویلي چې د «ای. اس. ای» ماموران د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له طالبانو سره له نېږدې کار کوي.
نوموړی وايي، دا کسان د طالبانو په جامو کې وي او پرته له طالب مشرانو څخه، عام طالبان یې نه شي پېژندلی.
د «ای. اس. ای» دا مشکوک مامور د دغې ادارې د چارواکو او د لوړو پوړو طالب مشرانو د ځینو ملاقاتونو یادونه کوي چې د ده په مرسته جوړ شوي.
نوموړی د دغو ملاقاتونو د ځایونو په اړه وايي چې ډېر کله دا ملاقاتونه په کچلاغ، پشین، چمن او همدارنګه د اکرم هسپتال او جاوید هسپتال په نوم، په روغتونونو کې تر سره کېږي.
نوموړی له دې غونډو څخه د یوې غونډې په اړه وايي:
"سراج الدین حقاني "کړکوچي" ته راغلی و، قیوم ذاکر او محمد شرین هلته وو، کرنیل طارق او زه هم وو، د افغانستان له خوا یې درې کسان راوستي وو، دغلته یې ور سره وکتل."
نوموړی په دې پنځه دقیقه یې ویډیو کې همدارنګه ادعا کوي چې طالب مشرانو د هلمند د مرکز لښکرګاه د نیولو په اړه هم په دې وروستیو کې د «ای. اس. ای» له مامورینو سره غونډې لرلې او همدارنګه د کندز د سقوط پر مهال هم د دغې ادارې مامورین د طالبانو په لیکو کې وو.
دا مشکوک کس په خپل ویډیويي اعتراف کې وايي چې د «ای. اس. ای» مامورین طالبانو ته په بېلابېلو سیمو کې د جګړو، هدفي وژنو او بریدونو په تر سره کولو کې پلانونه، همکاري او مرسته برابروي.
په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې له خوا د دې نیول شوي مشکوک کس د اعتراف رښتینولي تر اوسه نورو سرچینو نه ده تایید کړې. د ملي امنیت د ادارې له خوا د خپرې شوې دغې ویډیو په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو او یا د پاکستان حکومتي سرچینو هم کومه تبصره نه ده کړې، خو تر دې مخکې پاکستاني پوځ او حکومت تل د طالبانو د ملاتړ ادعاوې رد کړي دي.