د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

د کندز مرکز نیول بهرنۍ استخباراتي پروژه ده


کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې تر ډېره د کندز د سقوط پر عواملو او د سولې د بهیر پر راتلونکي مقالې او مطالب لیکلي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې په کندز کې د بې پوله ډاکټرانو پر یوه روغتون د بهرنیو ځواکونو وروستۍ بمبارۍ ته اشاره کړې ده.

د دغې سرمقالې په یوه برخه کې راغلي چې د کندز ښار د نیولو لاره دا نه ده چې پر ښار بمونه وغورځول شي.

د مقالې لیکونکی وړاندې لیکي چې دا ډول بریدونه یواځې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او خلکو ته د مالي زیان او ښتو سبب کیږي او افغان دولت ته په کار ده چې د امریکایي ځواکونو پر بمبارۍ تکیه و نه کړي؛ بلکې د ښار د نیولو لپاره نورې لارې چارې وکاروي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د کندز د نا امنیو په اړه یو مطلب لیکلي چې عنوان یې دی؛ د کندز مرکز نیول بهرنۍ استخباراتي پروژه ده.

د مطلب په پیل کې راغلي چې د کندز ښار په سقوط کې له بهرنیو غلو سره کورنیو معامه ګرو لاسونه یو کړي او دا پېښه رامنځ ته شوه که نه نو هیڅ امکان یې نه و چې داسې دې وشي.

د مطلب لیکوال د دغه ښار د سقوط د عواملو په یوه برخه کې وایي چې کندز په ستراتیژيکي لحاظ د ټول افغانستان، منځنۍ آسیا او ټولې سیمې لپاره د اتصال او انفصلال یوه مهمه نقطه ده.

د ورځپاڼې په دغه مطلب کې د افغانستان د نا امنیو تر شاه د پاکستان لاس لرو ته په اشارې سره راغلي چې دغه هېواد غواړي په لوی لاس وسله وال طالبان د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ځای پر ځای کړي څو له لارې یې په افغانستان کې خپلو هدفونو ته ورسیږي.

په مطلب کې د پاکستان د دې هڅو د عواملو په اړه لیکل شوي چې دغه هېواد پر افغان حکومت اته داسې شرطونه د سولې په خاطر کېښودل چې د هغې منل د یوې مسوولې مرجع په صفت هېڅ امکان نه لري.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا د سولې د بهیر په اړه یو مطلب لیکلی او په کې یې د دغه بهیر پر راتلونکې بحث کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې د طالبانو وروستیو حملو ته په کتو دا به ستونزمنه وي چې دولت به طالبان د کوم هېواد په مرسته؛ یا هم د زور او تطمیع کولو له لارې سولې ته را وبولي.

د مطلب لیکوال سپارښتنه کوي چې سوله یواځینۍ وسیله ده چې له لارې یې د افغانستان د جګړې دواړې غاړي کولای شي خپلو اهدافو ته ورسیږي؛ ځکه د سیمې استخبارات په دې هڅه کې دي چې په دغه هېواد کې جګړه جاري وساتي.

XS
SM
MD
LG