د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۷

غني له پاکستانۍ ډیپلوماټې سره د افغانستان پر امنیتي اندېښنو وغږېد


افغان حکومت تمه وښوده چې پاکستان به د ټرورېزم په وړاندې دې عملي اقدام وکړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون پر دې او نورو اړوندو مسايلو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له معينې تهمينې جنجوعه سره په ارګ کې خبرې وکړې.

د ولسمشر مرستيال وياند دوا خان مينه پال تېره شپه ازادي راډيو ته تر پرونۍ کتنې وروسته وويل:

"افغان ولسمشر له دې پاکستانۍ ډپیلوماټې وغوښتل چې د افغانستان امنیتې اندېښنې د پاکستان مشرتابه ته ورسوي."

مینه پال زیاته کړه ، ولسمشر غني، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې سره د افغانستان د امنیتي اندېښنو تر څنګ ډيورنډ کرښې ته څېرمه ولایتونو باندې د تر سره شویو راکټي بریدونو مسئله هم یاده کړه او له هغې یې وغوښتل چې د پاکستان نوی مشرتابه دې په دې اړه هم د افغان لوري پر اندېښنو خبر کړي.

وروسته له هغې چې په پاکستان کې د دې هېواد پخوانی صدراعظم نواز شریف بې واکه شو او د نوي صدراعظم په مشرۍ نوی حکومت جوړ شو، تهمینه جنجوا لومړنۍ لوړ پوړې پاکستانۍ چارواکې ده چې کابل ته سفر کوي او هلته له لوړ رتبه افغان چارواکو سره ګوري.

بشپړ راپور د اجمل اند په دې راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG