د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د ترکيې بهرنيو چارو وزير: د کُردانو د خپلواکۍ ټولپوښتنه سيمه ناکراروي


د ايران لوى درستيز ويلي، دا ټولپوښتنه که څه هم په عراق کې کېږي، خو ايران او ترکيه به هم په کې شامله وي، ځکه نو د دواړو هېوادونو رهبران ټينګار کوي چې دا ممکنه نه ده او بايد ترسره نه شي، خو له دې غوښتنې سره- سره د کُردانو رهبرانو دا ټولپوښتنه چې په پام کې ده د سېپټمبر پر ٢٥مه وشي، نه ده لغو کړې.

کُردان په ایران، عراق، سوریه او ترکیه کې د پام وړ اقلیت دى چې ځينې ډلې یې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي او وخت ناوخت دغه مبارزه له تاوتریخوالي سره ملګرې وي.

اوس د ايران او ترکيې چارواکي فکر کوي چې د عراق په شمال کې دا ټولپوښتنه نه يوازې په عراق بلکې په ټوله سيمه کې وضعيت خرابوي.

د ایران لوی درستیز جنرال محمد باقري د سې شنبې په ورځ انقرې ته له رسېدو سره سم د ایران دولتي ټلویزیون ته ویلي وو چې ډېره موده دغسې سفرنه وشوی خو په سیمه کې پرمختګونو، امنیتي مسایلو، د پولي امنیت او له ترهګرۍ سره مبارزې ته په پام سره دغسې یوه سفرته اړتیاوه چې ترسره شي.

د ترکیې رسنۍ وایي، دا له هغې را وروسته چې په ۱۹۷۹ میلادي کال په ایران کې اسلامي انقلاب شوی، لومړی ځل دی چې د ایران یو لوی درستیز ترکيې ته سفر کوي.

باقري پرون ناوخته د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره تر کتنې وروسته وويل، دوى موافقه وکړه، چې په عراق کې د کُردانو د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه ښايي ټوله سيمه ناکراره کړي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير وايي، د عراق د شمال په کُردمېشته سيمه کې پلان شوې ټولپوښتنه ښايي په سيمه کې وضعيت ان د کورنۍ جګړې خوا ته بوځي.

مولود چاوش اوغلو د چهارشنبې په ورځ TRT-خبر ټلويزيون ته په مرکه کې وويل:

"په داسې حال کې چې هېواد مو له له ګڼو ستونزو سره مخامخ دى، د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه به وضعيت لا کړکېچن کړي. خداى مه کړه حتى ښايي د کورنۍ جګړې سبب شي. دا جدي مسئله ده. موږ په څرګنده دوى ته ويلي چې د دې ټولپوښتنې مخالف يو او دوى يې بايد ترسره نه کړي. موږ به بيا هم د همدې ټکي ويلو ته ادامه ورکړو."

د عراق کُردانو چې شمېر يې ٥ میليونو ته رسېږي، ويلي چې دوى ښايي دغه ټولپوښتنه تائيد کړي، خو د دوى رهبران ټينګار کوي چې دا ټولپوښتنه لازم الاجرا نه ده او په خپل ذات کې مشورتي بڼه لري.

د عراق کُردان چې تر ډېره د پام وړ خودمختاري يا کورواکي لري، د بغداد د مرکزي حکومت تر څنګ يې سوله ييز ژوند لرلى، خو بيا هم له حکومت سره په وروستيو کې د تېلو او نورو مسايلو پر سر د دوى ځينې جنجالونه راغلي دي.

خو برعکس په ترکيه او ايران کې، د دولتي ځواکونو او کرد ملېشه وو ترمنځ خونړۍ شخړې شوي دي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په خپل هېواد کې د کُردانو د سياسي ځواک پر زياتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده، کُردانو د ترکيې په پارلمان کې د وروستيو انتخاباتو په نتيجه کې د پام وړ څوکۍ ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG