د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۹ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۶

د عراق کُردستان کې د سپټمبر په ۲۵مه ټولپوښتنه کېږي


د عراق په شمال کې د کُردستان سیمې اعلان کړی دی چې د سپټمبر په ۲۵مه به د خپل استقلال لپاره ټولپوښتنه وکړي.

د کُردانو یوه چارواکي هوشیار زیباري چې پخوا د عراق د صدراعظم مرستیال و د اپرېل په میاشت کې په ټویټر کې لیکلي و چې په عراق کې به د اسلامي دولت ډلې تر ماتې وروسته د استقلال لپاره دغه ټولپوښتنه وشي.

عراقي ځواکونه چې د امریکا په مشرۍ یې نړیوال ائتلافي ځواکونه ملاتړ کوي د عراق د موصل ښار په یوې وړې سیمې کې په جګړه دي، دغه سیمه په موصل کې د داعش وروستی مرکز یادېږي.

عراقي کُردان له څو کلونو راهیسې د خپل استقلال لپاره د ټولپوښتنې په لټه کې دي خو د سیاسي ګوندونو تر منځ اختلافات د دې باعث شوي وو چې دغه ټولپوښتنه ترسره نه‎شي.

XS
SM
MD
LG