د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۰۰

په سوريه کې عرب کُردان له جنوبي څنډو رقې ښار ته ننوتلي دي


په سوريه کې هغه عرب کُردان چې امريکا يې ملاتړ کوي، له جنوبي څنډو رقې ښار ته ننوتلي دي.

دوى له رقې څخه چې داعش ډلې د خپل خلافت د پلازمېنې په توګه اعلان کړى و، د دې سخت دريځې ډلې د وسله‌والو د شړلو لپاره په جګړه بوخت دي.

رقه په سوريه کې د داعش ډلې وروستى مهم مرکز ګڼل کېږي.

د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ادارې پرون يکشنبه وويل، د سوريې د ډموکراتيکو ځواکونو جنګيالي رقې ته د ننوتلو لپاره له فرات رود څخه تېر شوي دي.

د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمن وويل، دغه جنګيالي د اول وار لپاره د رقې جنوبي برخې ته داخل شول او الحال مارکېټ‌يې ونيوه.

د سوريې ډموکراتيک ځواکونه له څو مياشتو راهيسې هڅه کوي، د داعش جنګيالي په رقه ښار کې محاصره کړي.

د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار اداره وايي، د رقې په لوېديځ کې پر الداريا سيمه د امريکا په مشرۍ د ائتلاف په بمبارۍ کې چې پرون ناوخته وشوه، ١١ ملکيان چې څلور تنه‌يې ښځې وې، ووژل شول.

XS
SM
MD
LG