د دوشنبې په ماښام د ملېشه سرتېرو يو ګزمه کوونکى موټر د هرنايي ضلعې د «شاهرګې» او «خوست» سيمو تر منځ روان وو چې د سړک له غاړې ښخ شوى ماين يې پر موټر ور وچاودېد او په نتيجه کې يې شاوخوا لسو سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله.
د هرنايي سيمې لېويز پوليس وايي، په يوه موټر کې سپاره ملېشه سرتېري روان وو چې وسله والو د سړک له غاړې ورته ښخ کړى ماين د ريموټ کنټرول په وسيله ورباندې چاودلى دى.
پوليس وايي، د چاودنې په نتيجه کې موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوى، شپږ ملېشه سرتېري په کې وژل شوي او دوه نور په کې ټپيان شوي دي
په چاودنه کې ټپي سرتېري د کوټې دولتي روغتون ته راوړل شوي چې د هغوى حالت هم مرګونى بلل کېږي.
پر ملېشه سرتېرو دا بريد په داسې وخت کې شوى چې پرون د پاکستان د خپلواکۍ اويايمه کاليزه وه او د مرکز کوټې په شمول د ايالت په ټولو سيمو کې جشنونه وو.
د بلوچستان اعلى وزير نواب ثناءالله زيهري پر ملېشه سرتېرو دا بريد په کلکه غندلى او امنيتي ادارو ته يې امر کړى چې د پېښې په مرتکبينو پسې پلټنه پيل کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د دې بريد مسؤليت د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅانو يوه وسله وال سازمان بلوچ ليبرېشن آرمي پر غاړه اخيستى دى.
هرنايي د کوټې ښار ختيځ لور ته په شاوخوا ۱۷۰ کيلومټرۍ کې پرته سيمه ده چې د سکرو د ډبرو لويې ذخيرې هم په کې موجودې دي. په دې سيمه کې اکثريت پښتانه اوسېږي، خو بلوڅ وسله وال هم پکې فعال دي او وخت په وخت په کې پر ملېشه سرتېرو حملې کوي.
د يادونې وړ ده چې دا په درېيو ورځو کې دويم وسله وال بريد دى چې پاکستاني امنيتي سرتېري پهکې په نخښه کېږي.
د اګست پر دوولسمه هم په کوټه کې د پاکستان پوځ پر يوه لارۍ ځانوژونکى بريد شوى وو چې په کې د اتو پوځي سرتېرو په شمول د پينځلسو تنو د وژل کېدو او شاوخوا پينځه دېرشو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى وو.
رپوټ: بارکوال مياخېل