د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

صدیقي: د افغانستان لپاره پر پالیسۍ د امریکایانو چنه بازي بې باوري رامنځته کوي


د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، په افغانستان کې د امریکا د جنګ د پالیسۍ په تړاو د چنه بازیو دوام د دواړو هېوادونو په ګټه نه دي.

د مشرانو جرګې اداری پلاوی وايي، که د امریکا متحده ایالات د خپلو پوځي مشرانو او د افغانستان د حکومت سره په مشورې خپله نوې پالیسي چمتو کړي، بیا ځل لپاره به له ننګونو سره مخ نشي.

د دې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د شبنې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان لپاره د امریکا د جګړې د پالیسۍ په اړه د چنه بازیو دوام د افغانستان د حکومت او خلکو په وړاندې د امریکا اعتماد ته زیان رسوي.

محمد اصف صدیقي.
محمد اصف صدیقي.

نوموړي زیاته کړه:

"که چېرې د حکومت او کانګرس ترمنځ چنه بازۍ موجوده وي دا طبیعي ده،خو دوام يې د حکومت او په افغانستان کې د امریکا د پلان په زیان دی، دغه شان د افغانستان خلک او حکومت په دوی بې اعتماده کېږي او د امریکا پرېکړو ته به د شک په سترګه وګوري."

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا د ولسمشر لخوا د افغانستان د جګړې د پالیسۍ په اړه د پرېکړې د وروستي کېدو د اعلان سره جوخت د امریکا د سنا د مجلس د پوځي خدمتونو د کمېټې رئیس هم په دې برخه کې د يوې نوې ستراتيژۍ وړاندیز کړی دی.

ډونالد ټرمپ افغانستان ته د اضافي ځواکونو د لېږلو موضوع ته په اشارې سره ويلي چې وروستۍ پرېکړې ته نږدې شوی او ټينګار یې کړی چې په دې سرهبه ډیرې ستونزو هوارې شي.

په ورته وخت کې د امریکا د سنا د مجلس د نظامي خدمتونو د کمېټې رئیس جان مککېن په افغانستان کې د بریا لپاره د نوې ستراتيژۍ وړاندیز کړی دی.

ښاغلي مککېن ویلي، په راتلونکې میلادي میاشت کې به د خپلې ستراتیژۍ په اړه د امریکا د سنا مجلس د رای ګیرۍ غوښتنه وکړي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن تېره اوونۍ له ولسمشر غني سره په کتنه کې ویلي چې د دغې جګړې ناکامي د تصور وړ نه ده او باید وګټل شي.

خو د افغانستان د سولې او جګړې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز یو څیړونکی حکمت الله اعظمي په افغانستان کې د جنګي ستراتیژۍ په اړه د امریکايي چارواکو ترمنځ د نظر اختلاف ته په اشارې سره وايي، د سولې خبرو ته د حاضرېدو په خاطر باید پر طالبانو فشار په پام کې ونیول شي.

ښاغلي اعظمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د امریکايي سرتېرو د شمېر زیاتوالی ګټور دی خو ځانګړې نتيجه به ونه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د حکومت استدلال دا دی چې د امریکايي سرتېرو د شمېر زیاتوالی او په دوه زره او نهم کال کې یې چې شمېر زیات شوی وو تفاوت لري، دولت فکر کوي چې له دې طریقه به طالبان مجبور کړي دغه شان دا پیغام هم رسوي چې په جګړه افغان دولت نه شي ماتولی، خو زما له نظره په نظامي برخه کې به دا طریقه چندان بدلون رامنځته نه کړي."

له دې وړاندې د افغانستان دفاع وزارت ویلي و چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هر اړخیزې ستراتیژۍ ته اړتیا لري.

دغه وزارت د جګړې او سولې لپاره د ستراتیژۍ پر موجودیت د ټنیګار ترڅنګ دغه شان پر پاکستان د زیاتو فشارونو د راوستولو غوښتنه هم کړې ده.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG