د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۱۲

پر سیمې د هند او پاکستان د جلاکېدو ۳مهمې اغېزې!


د بریتانيې له امپراطورۍ څخه د هند او پاکستان له جلا کېدو ۷۰کاله تېر شول.

۷۰ کال وړاندې بریتانوي هند وویشل شو چې په پایله کې يې نننی پاکستان جوړ شو.

له بریتانوي امپراطورۍ څخه د هند د خپلواکۍ له اعلان وروسته پاکستان له هند څخه د خپلواکي اعلان کړه چې د سختو جګړو او فرقيې شخړو لړۍ يې پورته کړه.

دې جګړې د بشریت په تاریخ کې د کډوالۍ تر ټولو لویه څپه پورته کړه.

د هند او پاکستان د جلاکېدو په نتیجه کې فرقيي جګړو او تاوتریخوالي شااوخوا یو میلیون کسان ووژل او ۱۲ میلیونه نور يې خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړل.

د دې سربېره د هند او پاکستان جنګ په یوه شپه کې ټوله فضا بدله کړه، ځوانان او ماشومان چې په یوې کوڅه کې په خپلو کې لوبې کولې په یوې شپه کې د یوبل دښمنان شول.

میلیونونو مسلمانانو هغه سیمې چې د اوسني هند خاوره ده پرېښودې او نوي جوړ شوي پاکستان ته کډه شول او میلیونونه هندوان او سیکان د ننني پاکستان له خاورې ووتل.

د کشمیر اوسېدونکي
د کشمیر اوسېدونکي

اسوشېټېډ پرېس اژانس له یو شمېر هغو هنديانو، مسیحيانو او سیکانو سره چې په هغو ورځو کې له پاکستان څخه هند ته تښتېدلي وو او له هغو مسلمانانو سره چې له ویرې له هند څخه اوسني پاکستان ته کډه شول، خبرې کړي دي.

دا کسان وايي، هغه مهال په یوه شپه کې ویره او اندېښنه خپره شوه او نه پوهېدل چې څوک دوست او څوک دښمن.

یو شمېر کسان وايي، په لومړي سر کې يې داسې فکر کاوه چې په سفر ځي خو ډېر ژر ورته معلومه شوه چې دا سفر دایمي دی او بیا به هیڅکله خپلو پلارنیو ټاټوبو ته ستانه نشي.

د هند او پاکستان وېش د سیمې پر سیاسي او جغرافیايي وضعیت هم اغیز وکړ، د دې ویش تاثیرات زیات وو چې په دې مطلب کې يې د ټولو اړخونو یادول ګران دي خوڅو مهم ټکې يې په لاندې ډول دي.

  • لومړی موضوع د ډیورند د کرښې قرارداد دی چې د بریتانوي هند او افغانستان ترمنځ لاسلیک شو.
    ډیورند نقشه
    ډیورند نقشه
    ډیورڼد د هغه مهال میراث دی چې اوس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یو لوی جنجال او اختلاف په توګه پاتی دی.
  • دوهمه موضوع کشمیر دی چې د هند او پاکستان ترمنځ تر جګړې وروسته ددواړو هېوادونو ترمنځ وویشل شو.

هند او پاکستان دواړه د کشمیر د ملکیت ادعا کوي او اسلام اباد او نوي ډیلي درې ځله پر دې مسئله او د نورو سرحدي اختلافاتو له امله په خپلو کې جګړه وکړه.

کشمیر ډېر ځله د پاکستاني او هندي ځواکونو ترمنځ د نښتې شاهد پاتې شوی.
کشمیر ډېر ځله د پاکستاني او هندي ځواکونو ترمنځ د نښتې شاهد پاتې شوی.

درېیمه مهم مسئله بلوچستان ده چې د هند او پاکستان د ویش پر مهال تقریباً یو خپلواک هېواد و چې اوس د پاکستان تر واک لاندې د دې هېواد د یوه ولایت په توګه پېژندل کېږي.

بنګله دېش چې د هند او پاکستان له جلا کېد ووروسته د شرقي پاکستان په نوم یادېده او د ننني پاکستان د قلمرو برخه وه له خونړیو جګړو وروسته له پاکستان څخه خپلواکي ترلاسه کړه او اوس د یوه خپلواکه هېواد په توګه موجود دی.

XS
SM
MD
LG