د لاسرسي لېنکونه

د ترکیې ساحلي ښار بودروم یوې زورورې زلزلې ولړزاوه


د ترکیې ساحلي ښار بودروم د پنځه اعشاره درې درجې په ځواک یوې زلزلې ولړزاوه.

د امریکا متحده ایالتونو د جیولوژۍ د سروې ادارې ویلي، د زلزلې مرکز له بودروم ښار ۱۴ کېلومتره لرې و، خو چاته د تلفاتو د اوښتو راپورنه نشته.

د ترکیې د بېړنیو حالاتو ادارې ویلي چې زلزله په محلي وخت د سهار په ۱۱ بجو وشوه.

بودروم د ترکیې یو مشهور ساحلي ښار دی چې ګڼ ترکان او بهرنیان د تفرېح لپاره ورځي.

دوه میاشتې مخکې هم یوې زلزلې چې مرکز یې د سمندر په منځ کې تشخیص شوی و، د ترکیې ازمیر او د یونان لیسبوس ټاپو ولړزوله، د ځینو کورونو په ړنګولو سربېره یې په ترکیه کې یو تن هم وواژه.

XS
SM
MD
LG