وسلهوال طالبان له اوږدې مودې راهیسې تر خپل واک لاندې سیمو کې له هغو کروندګرو عُشر اخلي چې کوکنار کري او له دې لارې ډېرې پیسې ترلاسه کوي.
خو اوس د فرانسې خبري اژانس په یو راپور کې ویلي، لوېدیځ چارواکي اندېښنه لري چې وسلهوال طالبان اوس د مورفینو او هیروئینو فابریکې لري او تولید شوي نشهيي مواد بهر ته صادروي.
د نشهيي موادو او د قانون د حاکمیت په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویلیم براون فیلډ په دې وروستیو کې په کابل کې خبریالانو ته ویلي، کاملاً احساس کوي چې طالبان ټول نشهيي محصولات پروسس کوي.
د براون فیلډ په وینا، د کوکنارو ټول محصولات چې طالبانیې راټولوي، دننه په افغانستان کې یې پروسس کوي.
د فرانسې خبري اژانس د یو بل لوېدیځ چارواکي له خولې هلمند ولایت "د نشهيي موادو یوه لویه فابریکه" بللې ده.
دې چارواکي چې د نوم نهیادولو په شرطیې خبرې کړي، زیاته کړې چې طالبان په هلمند کې د نشهيي موادو د تولید فابریکې لري.
نوموړي ویلي، وسلهوال طالبان تر ډېره د کوکنارو د کر او نشهيي موادو د تولید له عوایدو تمویلېږي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د هیروئینو د تولید دا فابریکې د هلمند په هغو سیمو کې فعالې دي چې د ډیورند کرښې ته نېږدې پرتې دي.
ځواک زیاته کړه:
"ځینو سیمو لکه برامچې او برامچې سره تړلو هغه سیمو کې چې په سرحدي کرښه پرتې دي، د هیروئینو او نورو نشهيي موادو د تولید فابریکې شته. همدارنګه باغران کې هم په هغو سیمو کې چې د حکومت د مخالفو وسلهوالو کنټرول کې دي، هلته تاریاک راټولېږي چې بیا په ازاده توګه اخیستل کېږي او پلورل کېږي او همدارنګه د هیروئینو فابریکې هم لري."
ښاغلي ځواک وویل، په دقیقه توګه نهپوهېږي چې وسلهوال طالبان په کوم شمېر د هیروئینو د تولید فابریکې لري.
د فرانسې د خبري اژانس په وینا د افغانستان د تاریاکو په سلو کې ۸۰ برخه په هلمند کې کرل کېږي.
د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشهيي موادو پر ضد د مبارزې ادارې ویلي، د طالبانو د ۲۰۱۶ میلادي کال نیمايي عواید د تاریاکو او نشهيي موادو له کاروبار ترلاسه کړي.