ولسمشر محمد اشرف غني د تدارکاتو پر سیسټم د وروستیو انتقادونو پر وړاندې تند غبرګون وښود.
ښاغلی غني وايي، په افغانستان کې ټول تدارکات عیار شوي او دغه لړۍ د خلکو په خدمت کې ده، خو هغوی چې ګټې یې بندې شوي چیغې وهي.
ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ د صنایعو او معادن د خونې په پرانیست غونډه کې وویل چې صنعتکاران د هغو لپاره ښه مثال دی چې د شخصي ګټو لپاره د ملي ګټو قرباني کول غواړي.
ښاغلي غني زیاته کړه:
"ټول تدارکات عیار شول تر څو د صنعتکارانو، بزګرانو او مېوه لرونکو په خدمت کې وي، هغوی چې چیغې وهي وارداتي ګټې یې له لاسه ورکړې دي."
که څه هم ولسمشر په ځانګړي ډول د چا نوم یاد نهکړ، خو په همدې اوونۍ کې د بلخ والي عطا محمد نور د تدارکاتو پر پروسې جدي انتقادونه کړي وو.
عطا محمد نور د تدارکاتو په پروسه کې د پراخ فساد په اړه ویلي، خو ولسمشر غني وايي د ده کار في سبیلالله دی او د چا په کیسه کې نهدی.
ښاغلی غني وايي، هغوی چې اوسیې پر وړاندې مخالفت کوي ۵۰ کاله وروسته به د ده د کارونو په اړه ښه ووايي.
ښاغلی غني زیاتوي:
"زما کار في سبیلالله دی او له دې نهډارېږم چې څوک نن راڅخه خفه کېږي ځکه ۵۰ کاله وروسته به انشاءالله ما په خیر یادوي."
د ښاغلي غني په خبره دغه خونه په هېواد کې د صنعت او کورني تولید د ودې لپاره له حکومت سره چارې به لا ډېرې همغږې کړي.
ولسمشر غني که څه هم مشخصاً کوم چاته ګوته ونهنیوله، خو وايي ځیني شته چې د یوه قران شخصي ګټې لپاره د میلیاردونو ګټې قرباني کوي.
ولسمشر مالیې وزارت ته امر وکړ هغه بودجه چې نهده مصرف شوې په صنعتي پارکونو کې دې ولګوي.
راپور: محمد حدیث پردېس