د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

مستغني: د پاکستان په وړاندې د کابل سیاست د څېرو په بدلېدو سره تغییر نه کوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په پاکستان کې د سیاسي څېرو په بدلېدو سره د هغه هېواد پر وړاندې د افغان حکومت په سیاست کې بدلون نه راځي.

د پاکستاني د صدراعظم نواز شریف له بې واکه کېدو سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هغه هېواد پر وړاندې د افغان حکومت سیاست په اشخاصو پورې نه دې تړلی بلکې حکومت یې د رېښتینو اقداماتو غوښتونکی دی.

خو پوښتنه دا ده چې په پاکستان کې دا بدلونونه به د افغانستان په وضعیت څه اغیز وکړي؟

د افغانستان د بهرنیو چاروز وزارت یې په ځواب کې وايي چې د کابل تمه سولې ته رسېدل او په پاکستان کې د تروریستانو د پټناځویونو له منځه وړل دي چې دا کار د دواړو هېوادونو اړیکې ښې کولای شي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني وايي چې له دې ور هاخوا د څېرو په بدلېدو سره د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت سیاست نه شي بدلېدای.

شکېب مستغني
شکېب مستغني

نوموړي زیاته کړه:

"تر کومه چې د پاکستان د راتلونکي حکومت سره د اړیکو موضوع مطرح ده افغانستان د ترورېزم پر وړاندې ګډه او صادقانه مبارزه د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه بولي، د افغانستان اسلامي جمهوریت د پاکستان عملي او صاقانه اقداماتو ته په تمه دی او دې ته چې د تروریستانو ملاتړ او تجهیز ته خاتمه ورکړي."

د پاکستان صدراعظم نواز شریف د جمعې په ورځ د هغه هېواد د سترې محکمې له خوا د مالي فساد له امله بې واکه شو چې بیا یې خپله استعفا ورکړه.

دا چې نواز شریف افغانستان سره د ښو اړیکو او د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې څه کړي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یې په اړه څه نه وايي خو سیاسي څېړونکي یې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې نواز شریف لا له پیله د ترورېزم ملاتړ کاوه او د افغانستان د پخوانۍ اردو ماتېدل یې خپل ویاړ ګڼو.

د نړیوالو چارو کارپوه ودیر صافی وايي، نواز شریف د خپل قدرت په دواړو دورو کې له افغانستان سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره څه نه دي کړي او نوموړی د افغانستان په شخړو کې یوه مهمه څېره بولي.

استاد ودیر صافی
استاد ودیر صافی

نوموړي زیاته کړه:

"نواز شریف هغه څوک دی چې په خپله لومړۍ دوره کې یې هغه وخت چې مجاهدین راغلل په ویاړ سره ویل چې د افغانستان اردو یې ختم کړې او په دویمه دوره کې یې هم د سولې لپاره هیڅ کار ونه کړ او په اقتصادي برخو کې یې افغانستان ته زیانونه واړول، زما په باور د دغو څېرو له تګ راتګ سره د پاکستان په پالیسۍ کې څه بدلون نه راځي خو پرته له دې چې یوه نوې روشن فکره ډله راشي."

له دې وړاندې د پاکستان پخواني صدراعظم اصف علي زرداري د افغانستان سره په ښو اړیکو کې نواز شریف ناکام بللی و او ویلي و چې د ده حکومت د افغانستان د دوستۍ لاس ټینګ نه شو کړای.

د چارو کارپوه ودیر صافی وايي، د پاکستان نوی صدراعظم د هغه هېواد لپاره یو فرصت دی چې خپل ځان له سیاسي انزوا څخه وباسي که نه د ده په خبره د نواز شریف د سیاستونو دوام هغه هېواد د کړکېج په لور بېولای شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG