د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۷

کابل په واشنګټن کې د پاکستان د سفیر وروستۍ څرګندونې رد کړې


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، په امریکا کې د پاکستان د سفیر وروستۍ څرګندونې چې کواګې، د تروریستانو ځالې په افغانستان کې دي، بې بنسټه وبللې او په کلکه یې رد کړې.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان ځواکونو تل د تروریستانو پر وړاندې مبارزه کړې، قربانۍ یې ورکړې، خو اجازه يې نه ده ورکړې چې په دې هېواد کې پټنځایونه جوړکړي.

شکیب مستغني
شکیب مستغني

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د اسلامی جمهوري امنیتي او د فاعي ملي ځواکونه هېڅکله تروریستي ډلو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې، په امن او سوکالۍ کې و اوسېږي او د لته د تمویل او تجهیزولو لپاره روزنیز مرکزونه جوړ او له دې ځایه د نورو هېوادونو پر ضد، استفاده وکړي."

ښاغلي مستغني وویل، پاکستان د هغو تروریستانو پر وړاندې چې په خاوره کې یې مېشت دي، اغیزمنه مبارزه نه ده کړې.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، په امریکا کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدري ادعا کړې چې ترورسیتان په افغانستان کې خوندي ځالې لري او پاکستان د مسئلې اړوند شواهد هم لري.

د پاکستان سفیر دا خبرې د ستراتیژیکو مطالعاتو د موسسې په یوې ناسته کې کړي او ویلي يي دي چې تروریستان د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې افغانستان ته تښتېدلي او ځانونو ته یې په هغه هېواد کې د امن ځآیونه جوړ کړي دي.

ښاغلي چوهدري دا هم ویلي چې په افغانستان کې مېشتې تروریستې ډلې، په دواړو هېوادونو کې تروریستي اعمال ترسره کوي.

د پاکستاني چارواکو د غه ادعا چې تروریستان په افغانستان کې دي، نوې خبره نه ده بلکې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت پخوا تردې هم ویلي چې د حقاني شبکه او ځینې نورې تروریستي ډلې له پاکستانه وتلي او په افغانستان کې فعالیت کوي.

دا هغه ادعا ګانې دي چې افغان حکومت تل رد کړي دي.

په ورته وخت کې د پوځې چارو کارپوهان وايي، پاکستان اوس اوس د امریکا او نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې دی او هڅه کوي چې له دغو فشارونو څخه د ځان ژغورلو لپاره، پر افغانستان تور پورې کړي.

له دغو کارپوهانو څخه حمید عزیزي ازادي راډیو ته وویل:

"پاکستان په دې هلو ځلو کې دی چې فشارونه له ځانه لېرې کړي او د دغو تورونو په لګولو سره، د امریکا او غرب باور بېرته پر ځان پیدا کړي او په دې سره، ټولې ستونزې د افغان دولت پر غاړه واچوي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره، پاکستان د تروریستانو ملاتړی بللی او ویلي یې دي چې په دوه زره شپاړسم میلادي کال کې په افغانستان کې اکثره تروریستي بریدونه، د حقاني شبکې او په پاکستان کې د مېشتو تروریستي ډلو له خوا شوي دي.

ښاغلی عزیزي وايي، په دغو شرایطو کې چې پاکستان د نړیوالو ترفشار لاندې دی، افغان حکومت باید له موقع څخه ګټه واخلي او د هغه هېواد پر وړاندې، یوه فعاله بهرنۍ پالیسي پلي کړی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG