د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

ولسمشر غني: د هوايي ځواک پیاوړتیا لپاره ۶۸۰میلیونه ډالر ځانګړي شوي


افغان حکومت هیله لري چې د هېواد د هوايي ځواک د پیاوړي کولو لپاره نوې هڅې به د وسله والو مخالفینو پرضد د جګړې په ډګر کې مهم بدلون راولي.

د افغانستان حکومت وايي چې د هېواد د هوايي ځواک د عصري کولو لپاره سلګونه میلیونه ډالر ځانګړي شوي او د دې ځواک د پیاوړي کولو نوې هڅې به د وسله والو مخالفینو پرضد د جګړې په ډګر کې مهم بدلون راولي.

ولسمشر اشرف غني پرون هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې په خپله وینا کې د هېواد د هوايي ځواک د تجهیز لپاره د هڅو د پیل خبره وکړه او ویې ویل چې ډېر ژر به د شپږسوه اتیا میلیون ډالرو په لګولو سره د هېواد هوايي ځواک پیاوړی شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد، تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د هوايي ځواک پیاوړتیا به د وسله والو مخالفینو پرضد د پوځي عملیاتو له بریا سره ډېره مرسته وکړي.

نجیب الله ازاد
نجیب الله ازاد

نوموړي زیاته کړه:

"د شپږسوه اتیا میلیون ډالرو په لګښت به د افغانستان هوايي ځواک ته خاص هلیکوپټر او جنګي الوتکې ورکړل شي. له دې سره به زموږ اړتیاوې پوره شي او هغه لاس ته راوړنې چې زموږ دفاعي ځواکونه یې په ډېره مېړانه ترلاسه کوي دا به ورسره څو ځلې زیاته مرسته وکړي او نه یوازې د وخت په سپما بلکې زموږ له تعرضي او تهاجمي عملیاتو سره به ډېره مرسته وکړي."

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې د افغان هوايي ځواک د ترینینګ د برخې قوماندان برید جنرال فلیپ ستیوارت تېره اوونۍ رویټرز خبري اژانس ته وویل، پلان دا دی چې په راروانو څلورو کلونو کې به د اووه میلیارډ ډالرو په لګښت د افغانستان هوايي ځواک د عملي روزنې ترڅنګ په نویو الوتکو او تجهیزاتو سمبال شي.

افغان ځواکونه په روانو جګړو کې تر ډېره د ناټو پر هوايي ملاتړ متکي دي خو په هغو هوايي عملیاتو کې چې د افغانستان اوسنی هوايي ځواک یې کوي تر ډېره له پخوانیو روسي هلیکوپټرو او سوپرتوکانو کوچنیو جنګي الوتکو څخه کار اخیستل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په پام کې ده، د مي اولسMi-17 روسي هلیکوپټرو پرځای چې ترمیم یې ګران دی افغان هوايي ځواک ته UH-60 Black Hawk امریکايۍ هلیکوپټرې ورکړل شي او همداراز د الوتنو او د الوتکو د ترمیم او مراقبت د چارو لپاره به نوي کسان وروزل شي.

XS
SM
MD
LG