د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

اروپایي اتحادیې د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي وړاندې کړې


اروپایي اتحادیې په افغانستان کې د امن او سوکالۍ لپاره د نوې ستراتیژۍ یوه طرحه وړاندې کړې ده.

ګډون په مختلفو برخو کې د کلونو کلونو پرمختګونه وساتل شي او هم له دغه هېواد سره د لا امن او ثبات په ټینګښت کې مرسته وشي.

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې د نوې ستراتیژۍ طرحه چې په دې هېواد کې د سولې او سوکالۍ ملاتړکوي، د دې اتحادیې په ویب‎پاڼه کې اېښودل شوې ده.

اروپایي اتحادیې ویلي چې افغانستان له کلونو کلونو له یو لړ هغو ستونزو سره مخامخ دی چې په دغه هېواد کې یې ټول هغه پرمختګونه چې د اقتصادي او ټولنیزې ودې او د ډموکراټیکو ادارو د پراختیا په برخو کې شوي، له ګواښ سره مخ کړي دي.

اروپایي اتحادیه وایي، دا مني چې په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي وضعیت نازک دی، خو له دې سره سره دا واضح ده چې افغان چارواکو هوډ کړی چې لازم اصلاحات به پلي کوي چې دې مسئلې ته بیا نړیوالې ټولنې پام اړولی دی.

نن د دوشنبې په ورځ د اروپایي اتحادیې د بهرنیو او امنیتي چارو مشرې او اروپایي کمېسیون په دې اړه چې اروپایي اتحادیه له افغانستان سره د ستونزو په هواري او هم د افغانانو په ژوند کې د مثبتو بدلونو د راوستو په برخو کې څه کولای شي، خپله طرحه وړاندې کړه.

په افغانستان کې په نورو برخو کې د ملاتړ تر څنګ د سولې د روانو هڅو په اړه اروپايي اتحادیې ویلي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي، خو په دې برخه کې د سیمې او نړیوالې ټولنې کلک ملاتړ حیاتي دی او افغانان هم په دې برخه کې د اروپایي اتحادیې پر ملګرتیا حساب کولای شي.

د نړیوالو همکاریو او د پراختیا د چارو کمیشنر نیوین میمیڅه وویل، افغانستان یوازې نه‎دی او دوی به له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته بیا هم دوام ورکړي، تر څو دا یقیني شي چې د کلونو لاس ته راوړنې له لاسه ونه وځي.

د اروپایي اتحادیې له‎خوا په ګډه اعلامیه کې په دې اړه چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې د ټینګېدو، د ډموکراسۍ د پیاوړتیا، په برابره توګه د پراختیایي کارونو د تر سره کولو او د ټولنیزعدالت لپاره له مدني ټولنې، له افغان چارواکو او د دغه هېواد په چارو کې له نورو دخیلو لورو سره په څه ډول له نېږدې همکاري او کار مخ ته وړل کېدای شي، لارې چارې په ډاګه شوې دي.

د دغې نوې ستراتیژۍ د طرحې څو مهم ټکې دا دي:

"په افغانستان کې د امن او سولې او هم د سیمه‎ییز امنیت د هڅو ملاتړ.

په افغانستان کې د ډموکراسۍ د پراختیا، د قانون د واکمنۍ او د بشري حقونو د پراختیا ملاتړ.

د اقتصادي او بشري چارو پراختیا.

مهاجرت، په دې برخه کې د افغانستان او اروپایي اتحادیې تر منځ د شوې موافقې په بشپړه توګه عملي کول او د ښځو د ظرفیتونو لوړول."

د دغې طرحه شوې ستراتیژۍ پر موادو به د اروپایي اتحادیې ټول غړي او د اروپا پارلمان په راتلونکو اونیو کې بحث کوي او له هغې وروسته به یې مواد د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې په نوې ستراتیژۍ کې چې ډېر ژر به نهایي شي، راغونډېږي.

XS
SM
MD
LG