د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

عبدالله: وخت راکړئ څو د اصلاحاتو په راوستو امنیتي وضعیت بدل کړو


د افغان حکومت اجرائیه رئیس له خلکو غواړي چې حکومت ته وخت ورکړي څو په اصلاحاتو راوستلو سره په امنیتي وضعیت کې بدلون راولي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو د شورا د پيل په غونډه کې وویل په هېواد کې ستونزې شته او خلک له اوسني وضعیته راضي نه‌دي.

ښاغلي عبدالله دغه‌راز زیاته کړه چې د امنیت خوندیتوب د حکومت مسؤلیت دی او د امنیتي وضعیت د لا ښه‌والي او اصلاحاتو لپاره دې حکومت ته وخت ورکړل شي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړی وايي:

"د افغانانو د امنیت خوندیتوب زموږ ستر مسؤلیت دی، پوهېږو چې ستونزې شته خلک قانع نه‎دي او حق لري چې قانع نه‎وي، په اوسنیو شرایطو کې له خلکو زموږ تمه دا ده چې وخت ورکړي چې د خدای په مرسته د اصلاحاتو په راوستلو او جدي اقداماتو سره موجوده امنیتي وضعیت کې بدلون راشي."

ښاغلي عبدالله د نظر څرګندول د خلکو قانوني حق ګڼي او ټینګار کوي چې په یووالي سره کولای شو ستونزې هوارې کړو.

دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې په فاریاب، غور، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د وسله‎والو مخالفینو تحرکات زیات شوي دي.

دوه ورځې وړاندې ولسي جرګې په هېواد کې د ناامنیو په زیاتوالي ته اندېښنه څرګنده کړه او حکومتي مشران‌یې د مدیریت په کمزورۍ تورن کړل.

په دې وروستیو کې ځیني حکومتي مشرانو او د پخواني حکومت چارواکو د حکومت پر وړاندې ائتلافونه جوړ کړل او په حکومت‌یې انتقاد وکړ چې د امنیت په تأمین او د اصلاحاتو په راوستلو کې پاتې راغلی.

افغان کارپوهان وايي، د اجرائیه رئیس اشاره تر ډېره هغو کسانو ته ده چې د نظام په داخل او له نظامه بهر د دولت پر ضد تبلیغ کوي او په دې سره غواړي چې له دغه کاره لاس په سر شي.

د چارو کارپوه حاجي سید داود وايي چې حکومت زیات فرضتونه له لاسه ورکړي، نو ځکه هم له ستونزو سره مخامخ دی.

د چارو کارپوه حاجي سید داود
د چارو کارپوه حاجي سید داود

نوموړی وايي:

"که واقعاً وغواړو چې خلکو ته حوصله ورکړو او خلک له حکومت سره مرسته وکړي، زه فکر کوم چې هغه وخت رارسېدلی او همدا شېبه عملي کار پيل کړو، کله چې د عملي کار درک نه‌معلومېږي او هر څومره خلکو ته پیغام ورکړو، فکر کوم خلک به باور ونه‌کړي، دوی باید د ولایتونو د امنیې قوماندانانو په سطحه کار شروع کړي، بیا هغه وخت خلک باوري کېږي چې حکومت د اصلاحاتو خواته روان دی."

له دې وړاندې د ولسي جرګې یو شمېر غړو انتقاد کړی و چې حکومت په ښه مدیریت کې پاتې راغلی او په هېواد کې د سولې او امنیت د تأمین لپاره پروګرامونه نه‎لري.

د چارو بل کارپوه اسحاق اتمر وايي، د امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نه‌موجودیت د دې لامل شوی چې په هېواد کې بې‌ثباتي زیاته شي.

نوموړی ټینګار کوي اړتیا ده چې د امنیتي ځواکونو ترمنځ بشپړه همغږي رامنځته شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG