د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

ځیني وکیلان:د هلمند او بدخشان د پېښو لامل د امنیتي ارګانونو کمزوری مدیریت دی


د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر وکیلان وايي، د هلمند او بدخشان پېښې چې په کې لسګونه افغان امنیتي ځواکونه ووژل شول د امنیتي ارګانونو ترمنځ د نه همغږۍ او کمزوري مدیریت له امله رامنځته شوې.

په داسې حال کې چې د افغانستان دفاع وزارت د هلمند په ګرشک کې پر افغان امینتي ځواکونو د امریکايي سرتېرو هوايي برید يوه تېروتنه ګڼي، د ولسي جرګې يو شمېر وکیلان د داشان پېښو لامل د امنیتي ځواکونو ترمنځ نه همغږی او کمزوری مدیریت بولي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې حبیبې سادات د جرګې د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل، زیاتره وخت داسې پېښې له دې امله رامنځته کېږي چې امنیتي ځواکونه سم راپور نه ورکوي.

نوموړې زیاته کړه:

"امنیتي ځواکونه ولې سم راپور نه ورکوي، ایا امریکایان د دې لپاره راغلي چې زموږ ملي اردو له منځه يوسي او بېرته يې ړنګ کړي او که زموږ سره همکاري کوي، هیله منده یم چې امنیتي ځواکونو دې برخه ته جدي پاملرنه وکړي."

د وروستیو راپورنو له مخې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د پرچاوې په سیمه کې تېره ورځ د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۱۶ افغان پولیس ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

«په یاده هوايي حمله کې ۱۶ سرتېري وژل شوي»
«په یاده هوايي حمله کې ۱۶ سرتېري وژل شوي»

چارواکي وايي، په وژل شویو افغان سرتېرو کې د پولیسو دوه قومندانان محمد ولي او ناصر هم شامل دي.

بلخوا د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې پر افغان امنیتي ځواکونو برید په تېروتنه کې شوی او پر وژل شویو خواشینی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د دغې حملې په اړه د دوی څېړنې پېل شوي دي.

بل لور ته په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې دولتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې وسله والو طالبانو د جمعې په ورځ د یاد ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو د يوقوماندان په ګډون ۳۵تنه سیمه ییز پولیس لومړی نیولي او بیا يې وژلي دي.

طالبانو د برید مسؤلیت منلی او د وژلو سرتېرو د مسؤلیت منلو تر څنګ یې ویلي چې یو شمېر کلي یې هم نیولي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هلمند په ګرشک کې پر افغان سرتېرو برید په تېروتنه کې شوې خو د هلمند او بدخشان دواړو پېښو د څېړلو لپاره یې پلاوي ټاکلي چې په دې اړې دقیقې څېړنې وکړي.

وزیري:دا يوه تېروتنه شوې ده.
وزیري:دا يوه تېروتنه شوې ده.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري وویل:

"دا يوه تېروتنه شوې ده خو د پېښې د معلومولو لپاره بیا هم يو پلاوی ټاکلی شوی څو دغه پېښه وڅېړي، دا يوه بده پېښه وه باید نه وای رامنځته شوې، خو دا په نا فهمي کې شوې او هغه پوسته اوس هم زموږ په لاس کې ده او زموږ قوتونه هلته ورغلي دي."

دا لومړی ځل نه دی چې افغان امنیتي ځواکونه د بهرنیو ځواکونو تر هوايي حملو لاندې راځي بلکې له دې وړاندې هم داسې پېښې تکرار شوې دي.

د ولسي جرګې غړې نیلوفر ابراهیمي وايي، که چېرې د افغان امنیتي ځواکونو او د غوڅ ملاتړ ماموریت د سرتېرو ترمنځ لازمه همغږي رامنځته نشي د داشان پېښو مخنیوي به ناشونی وي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG