د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

امریکا په هلمند کې پر افغان ځواکونو حمله تصادفي او خواشینونکې بللې


د امریکا پوځ په هلمند کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر مرکز د حملې له امله چې تصادفي يې بللې، خواشیني څرګنده کړه.

د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» پرون جمعه په یوه اعلامیه کې وویل، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي، په "تصادفي"هوايي حمله کې ووژل شول.

پنټاګون ویلي چې پر خپلو ملګرو ځواکونو د دې خواشینونکې حملې په اړه يې څېړنې پېل کړي دي.

د امریکا پوځ په دې حمله کې د وژل شویو کسانو دقیق شمېر نه دی څرګند کړی،خو د هلمند والي حیات الله حیات له غربي رسنیو سره په مرکو کې تائید کړې چې لږترلږه د امنیتي ځواکونو دوه قوماندانان وژل شوي دي.

ښاغلي حیات ویلي چې د تلفاتو دقیق شمېر لا نه دی څرګند شوی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې حمله په ګرشک کې د پولیسو پر یوه مرکز شوې چې ښايي شل تنه پولیس پکې و.

د هغه په وینا، د پېښې د څرنګوالي او د تلفاتو دقیق شمېر د معلومولو لپاره یو پلاوی سیمې ته تللی دی.

ځواک: یو پلاوی د پېښې څېړنه کوي.
ځواک: یو پلاوی د پېښې څېړنه کوي.

عمر ځواک زیاته کړه:

"ټاکل شوی هیئت به مشخصه کړي چې د شهیدانو او ټپیانو شمېر څومره وي، ټاکل شوی هیئت به پردې هم کار کوي چې ایا ائتلافي قواوو ته خبر ورکړ شوی و چې هلته وسله وال مخالفین موجود وو، پردې به کار کېږي چې ایا خبر ورکړ شوی و چې په دې سيمه کې افغان ځواکونه موجود دي، په دې هوايي برید کې د پولیسو د قرارګاه یوه برخه له منځه تللې ده."

عمر ځواک وویل چې د پېښې په اړه د څېړنې په ځانګړي پلاوي کې د ټولو امنیتي ادارو او د هلمند د والي استازي شامل دي.

د هلمند د والي ویاند وویل چې پېښه پرون تر غرمې وروسته وشوه.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې امریکايي ځواکونو په ګرشک کې د وسله والو طالبانو پرضد د افغانستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو ملاتړ کاوه.

امریکا ځواکونو د هلمند جګړه کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي.
امریکا ځواکونو د هلمند جګړه کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

د افغانستان امنیتي ځواکونه په هلمند کې د وسله والو طالبانو پرضد په شدیده جګړه کې ښکېل دي.

د امریکا او ناټو ځواکونه په هلمند کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره پراته دي.

په هلمند کې چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې وسله والو طالبانو په ګرشک کې پر امنیتي پوستو پراخې حملې وکړې.

XS
SM
MD
LG